د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د پوهنې له وزارت سره سل میلیونه ډالره مرسته وشوه


د پوهنې وزارت مسولین وايي، د (GPE) یا تعلیم لپاره نړیوال مشارکت د بنسټ له لورې له دغه وزارت سره سل میلیونه ډالره مرستې شوي دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي؛ له دغه وزارت سره مرسته شوي سل میلیونه ډالر به په هغو سیمو کې د تعلیم د ودې په هدف و لګول شي چې په ورستیو کلونو کې له زده کړو محروم پاته دي.

د دغه وزارت سرپرست محمد آصف ننګ د سې شنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل چې د (GPE) یا د تعلیم لپاره د نړیوال مشارکت د بنسټ له لورې ورسره په وروستیو کې سل میلیونه ډالر مرستې شوي دي.

ښاغلي ننګ وویل، د (GPE) بنسټ چې مرکز یې په امریکا کې دی؛ له هغو هیوادونو سره دا ډول مرستې کوي چې د پوهنې په برخه کې غوره پلانونه ولري.

"دغه پيسې چې د (GPE) یا د تعلیم لپاره د نړیوال مشارکت د بنسټ له لورې شوي دي؛ دا معمولا هغو هیوادونو ته ورکول کیږي چې غوره پروګرامونه ولري."

دی وايي، مرسته شوي پيسې عمدتا په دیارلسو ولایتونو کې د څلویښتو ولسوالیو لپاره په پام کې نیول شوي دي چې له دوه زره شپاړسم نه تر دوه زره اتلسم کلونو په جریان کې به مصرف شي.

د ښاغلي ننګ په خبره، دا مهال په ټول افغانستان کې له اولس زره او اووه سوه ښونځیو څخه شاوخوا پنځه سوه یې غیرفعاله دي چې علت یې ناامني؛ ناسم چاپریال او کم امکانات دي.

نوموړی همدا راز وايي چې دا مهال په ټول افغانستان کې د ناامنیو له امله درې لکه ماشومان له زده کړو بې برخې پاته دي.

خو په ولسي جرګه کې د پوهنې د کمیسیون غړي وايي؛ دا ستونزه په امنو ولایتونو کې هم شته.

د دغه کمیسیون غړې او د بلخ استازې صیفوره نیازۍ وايي؛ سره له دې چې بودجه شته، خو په بلخ کې شته داسې ښونځي چې ودانۍ نه لري:

"بلخ چې له امنو ولایتونو څخه دی، زموږ شاګرد نن ورځ ځمکه لري، قواله لري خو دېول یا احاطه نه لري. په داسې حال کې چې زه پوهیږم پیسې شته؛ خو دوی هغه مصرف نشو کړای."

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، یو اساسي لامل چې ځینې ښونځي لا هم ودانۍ نه لري دا دی چې، له دغه وزارت سره مرسته شوي پيسې تر ډيره په بنسټیزو برخو نه دي لګول شوي.

XS
SM
MD
LG