د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

چین غواړي چې د افغانستان په سوله کې مهمه ونډه ولري


پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر او په افغانستان کې د چین ونډه، هغه دوه عمده مسالې دي چې زیاتو غربي خپرونو لیکنې ورباندې کړې دي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د دې لپاره پاکستان ته تللی چې د اسلام اباد پر چارواکو فشار راولي څو د تروریزم پر ضد مبارزې ته شدت ورکړي او د افغانستان پولې ته نږدې، د وسله والو ځالې ویجاړې کړي.

ورځپاڼه لیکي:

د جان کري الوتکه په راولپینډۍ کې په پوځي اډه کې کوزه شوه او له دې ځایه، هغه په مستقیم ډول د پاکستان له صدراعظم او د ملي امنیت په چارو کې د هغه له سلاکار سره لیدو ته ورغی.

دوی د افراطي ډلو په وړاندې د مبارزې پرڅرنګوالي وږغیدل.

خو د نیویارک ټایمزپه لیکنه، هغه چارواکي چې له جان کري سره په دې سفرکې ملګري دي، وايي، واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د پاکستاني او افغان طالبانو د فعالیت د محدودولو لپاره، پاکستان ریښتینې او دوامداره مبارزه کوي که څنګه ؟

ورځپاڼه په افغانستان کې د چین پرونډه هم یوه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې لیکل شوي:

چین د افغانستان د سولې په روان بهیرکې لویه ونډه او د دې هېواد په راتلونکې کې لوی لاس غواړي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د چین ګټې دوه اړخه لري.

یو دا چې د چین حکومت نه غواړي د اسلام پالو وسله والو فعالیتونه د دې هېواد ناکراره سیمې شین جین ته پراخ شي.

بله دا چې د افغانستان طبیعي زیرمو ته د چین لیوالتیا ډيره ده.

نیویارک ټایمزپیکنګ ته د طالبانو د یوه کوچني هیات سفرته هم اشاره کړې او وايي، د افغانستان د سولې عالي شورا دا خبر تایید کړی دی.

ورځپاڼه د شورا د ویاند مولوي شهزاده شاهد په حواله لیکلي چې د پیکنګ حکومت له پاکستان سره چې د وسله والو طالبانو زیاتو مشرانو په کې پناه اخیستې، په نسبي ډول ښه اړیکې لري.

شاهد ویلي، له دې ښه ګټه اخیستل کیدای شي خو سوله یوازې په هغه صورت کې ټينګیدلای شي چې افغانان په خپلو کې خبرې وکړي او د دې لپاره د باورفضا رامنځ ته کول ښه خبره ده .

نیویارک ټایمزد یوه لویدیځ دیپلومات په حواله لیکلي چې غالبا پاکستان دا زمینه برابره کړې وه چې د طالبانو یوشمېر استازي چین ته ولاړ شي.

ورځپاڼه زیاتوي، چین هڅې کوي چې د منځګړیتوب لپاره یې هڅې بریالۍ شي ، خو په پيکنګ کې دپلوماتان شک لري چې چین به په دې برخه کې څه ترلاسه کړي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د چین د نه مداخلې سیاست، دا هېواد په نسبي ډول بې طرفه معرفي کړی خو ښايي دا مهارت ونه لري چې د مذاکرو له کوربه توب پرته ، بل کوم ستر کار وکړي.

XS
SM
MD
LG