د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

بلوچستان: د ملېشه ځواکونو پر پوسته بريد کې ۷ سرتېري وژل شوي


نن د بلوچستان په لورالاى سيمه کې شاوخوا څلوېښتو وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر پوسته بريد کړى، چې اووه سرتېري يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى. ملېشه ځواکونه ادعا کوي، چې په ځوابي ډزو کې يې ډېر وسلوال هم ټپي کړي دي. د بريد مسووليت د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو يوه سازمان منلى دى.

د دوشنبې په سهار د لورالاى سيمې مربوط په «مېختر» نومي ځاى کې وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته د سپکو او درنو وسلو په وسيله بريد وکړ او سمدستي د پېښې له ځايه و تښتېدل. ملېشه ځواکونو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې شاوخوا پينځوس وسلوال په تياره کې راغلي او ناببره يې د ملېشه ځواکونو پر پوسته حمله کړې، چې اووه تنه ملېشه سرتېري په ډزو وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.

د ملېشه ځواکونو وياند منظور احمد ازادي راډيو ته وويل، چې سرتېرو يې پر وسلوالو ځوابي ډزې هم کړې دي، خو د هغوى د وژلو خبر يې ور نه کړ او وايي چې څو وسلوال هم د ملېشه وو په ډزو ټپيان شوي دي، چې ملګرو يې سمدستي د پېښې له ځايه وړي دي:

"ورانکارو په نيمه شپه د ملېشه سرتېرو پر پوسته بريد کړى، له څلوېښتو تر پينځوسو پورې وسلوالو هڅه کوله، چې د ملېشه ځواکونو پوسته محاصره کړي، خو ملېشه سرتېرو د سر په بدله د خپلې پوستې دفاع کړې، نښتې له اتو تر لسو ساعتونو دوام کړى، د دوى په ځوابي ډزو کې ګڼ شمېر وسلوال ټپيان شوي او په ټپي حالت کې تښتېدلي دي، ممکن پکې وژل شوي هم وي"

د وژل شويو ملېشه سرتېرو مړي سمدستي د سيمې نظامي روغتون ته را انتقال شوي، چې وايي په هغوى کې دوه تنه لوړپوړي سرتېري شامل دي، چې يو پکې صوبيدار او يو حوالدار دى.

د ملېشه ځواکونو وياند وايي په وسلوالو پسې يې په سيمه کې سمدستي د پلټنې عمليات پيل کړي، خو لا هم په وسلوالو پسې نه دي رسېدلي. په عملياتو کې له څرخي الوتکو او له پلټونکيو سپيو هم کار اخيستل کېږي. د ده په خبره چې د ملېشه ځواکونو ايالتي مشر مېجر جنرال اعجاز شاهد هم په وسلوالو پسې د پلټنې د عملياتو د څارنې لپاره سيمې ته ورغلى، خو وايي تر اوسه لا د وسلوالو د نيول کېدو او وژل کېدو خبر نه دى ورکړل شوى.

د دې بريد مسووليت د بلوچ ليبرېشن آرمي په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه وسلوال سازمان منلى دى. د ميرک بلوڅ په نامه يوه تن- چې ځان د دې سازمان وياند بولي- اسوشيټيډ پريس ته ويلي، چې دا بريد د دوى کسانو کړى دى.

دا بريد په داسې حال کې کېږي، چې د بلوچستان ملېشه ځواکونو او نورو امنيتي ادارو په ګډه په لورالاى، سنځاوۍ، کلاسيف الله او ږوب سيمو کې د وسلوالو په ضد د پلټنې عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې يې د ګڼ شمېر وسلوالو د وژل کېدو او د ځينو د ژوندي نيول کېدو ادعا شوې ده.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG