د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

پر یوسف کارګر د حملې لامل څه دی؟


یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سر روزونکی
یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سر روزونکی

د کابل په بلاسم روغتون کې چېرې چې یوسف کارګر تر درملنې لاندې دی؛ له تېرې ورځې راهیسې د تصویري رسنیو خبریالانو ته د تصویر اخیستلو اجازه نه ورکوي.

یوسف کارګر چې په سر یې یوه سپینه پټې تړلې د تېرې ورځې په پرتله کوم چې په یو خصوصي ټلویزیون کې یې په اړه راپور خپور شو؛ اوس ښه ښکاري، خو د ډاکټرانو د خبرو اجازه نه ده ورکړې.

د سترګو په اشاره ستړې مشي ورکوي او په یوې مسکا سره خپلو مینه والو ته د خپلې روغتیا په اړه ډاډ ورکوي.

هارون کارګر د خپل ورور روغتیايي وضیعت اوس ښه ارزوي؛ خو وايي چې د ښې درملنې په هدف به یې هندوستان ته بوځي:

"نن له خیره تصمیم لرو چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په همکارۍ یې د ښې درملنې په هدف هند ته بوځو؛ روغتیايي وضیعت یې شکر ښه دی او زه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوم چې ډېر ژر به ښه شي او تاسې ته به خبرې وکړي."

هارون کارګر په یوسف کارګر د حملې د لامل په اړه بې خبري ښيي او وايي، پولیسو ډاډ ورکړی چې د حمله کوونکو د نیوونې هڅې روانې دي او د حملې وجه به هم ډېر ژر معلومه شي.

یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې سر روزونکی دی چې تېره شنبه د شپې ناوخته د خپل کور مخې ته د نا معلومو اشخاصو له خوا پرې حمله شوې او په سر باندې په چاړو وهل شوی دی.

یوسف کارګر د کابل د فوټبال په میدانونو کې یوه مشهور څېره ده؛ خو په دې ورستیو کې کله چې یې لودبډلې د جنوبي اسیا د فوتبال په لوبو کې اتلولې وګټله؛ نو د هیواد، سیمې او نړۍ په کچه په یوې پېژندل شوې څېرې بدل شو.

یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې تر انتخاباتو یو اوونۍ ورسته په چاړو وهل کېږي او یو شمېر راپورونه دا هم وايي چې ښايي دا د هغو کسانو کار اووسي چې ملي لوبډلې ته یې لاره نه پیدا کړې.

خو د افغانستان د فوټبال د فدراسیون یو شمېر مسوولان دا خبره نه تایدوي.

مجتبی فیض د افغانستان د فوټبال د پایې فدراسیون مسوول:

"دا شایعات دي او کیدای شي د شایعاتو په ډول یې ومنئ؛ دا چې د صحنې تر شا څه دي دا به ورسته معلومه شي؛ زما په اند د ملي ټیم لوبغالي او هغوی چې فوټبال کوي له دې اخلاقو نه لرې دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوسف کارګر کورنۍ او خلکو ته ډاډ ورکړی چې د حمله کوونکو د نیونې په برخه کې به خپلې جدي هڅې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازدادۍ راؤیو ته وویل:

"تر اوسه معلومه نه ده، د کابل پولیسو د دغې موضوع د څېړلو لپاره یو ټیم ته دنده سپارلې ده؛ پولیس په جدي ډول کار کوي او په دې اړه د پولیسو څېدنو ته په تمه یو."

د چارو د یو شمېر کارپوهانو او د یوسف کارګر د همغاړو لوبغاړو په وینا؛ کارګر د ګوندۍ او دښمنۍ سړی نه و او ډېر ښه اخلاق او انساني ښېګڼې یې درلوړلې.

د افغانستان د غوره لیګ د فوټبال کمشنر شفیق ګوهري؛ پر یوسف کارګر حمله ډېره حیراوونکې ګڼي:

"زما لپاره هم یو شاک دې چې څنګه دا شان یو ښه او خدمتګار انسان باندې حمله کېږي، څنګه داشان وحشي او ظالم کسان پیدا کېږي چې په داشان ښه سړي چې د اخلاقو نمونه ده او ښه رویه لري حمله وکړي."

ټاکل شوې وه چې میاشت ورسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبدله د پاکستان د فوټبال له ملي لوبدلې سره لوبه وکړي چې اوس ښايي د ښاغلي کارګر د تپي کېدلو له امله وځنډېږي.

تر د ې پخوا هم په پایتخت کابل او ولایتونو کې د نا معلومو کسانو له خوا یو شمېر ورزشکاران په نښه شوي او حتی وژل شوي دي.

د چارو کارپوهان وايي چې حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي ارګانونه او پولیس دې د دې ډول پېښو په څېړنه کې جدي اقدام وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG