د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

حبیبي: د اروپايي اتحادیې له تور لیسته د افغان هوايي شرکتو د ایستلو هڅې پیل شوي


تر هغې ورسته چې اروپايي ټولنې په خپل تور لست کې د یو شمېر افغان هوايي شرکتونو نومونه خپاره کړل؛ د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواک ریاست وايي چې د ستونزې د هواريي لپاره یې هڅې کړې دي.

د دغه ریاست مسوولان وايي چې د اروپايي ټولنې ورستی راپور د هغه راپور دوام دی؛ کوم چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د اروپايي ټولنې له خوا خپور شوی او له مخې یې افغان هوايي شرکتونه په تور لست کې راغلي دي.

د دغې ادارې مرستیال محممود شاه حبیبي وايي چې هغه مهال اروپايي ټولنې کوم شرایط د خپل تور لست څخه د ایستلو په هدف مطرح کړي وو؛ دوی اوس هغه شرایط برابر کړي دي:

"هغه شرایط یې چې په موږ ایښي وو؛ مونږ تقریباً ټول بشپړ کړي دي، مونږ په همدې اونۍ کې د هوايي شرکتونو لپاره یو سیمینار هم لرو او یو راپور مو هم برابر کړی دی، چې ښايي راتلونکې اونۍ یې دغه ټولنې ته وسپاروو."

ښاغلی حبیبي وايي، هغه راپور چې اوس - اوس خپور شوی دی؛ د ۲۰۱۰ کال په راپور له سره غور دی او د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې هڅو او کوششونو ته هم په کې اشاره شوې ده.

په دغه راپور کې د یو شمېر نورو هیوادونو د هوايي شرکتونو تر څنګ د افغان هوايي شرکتونو اریانا افغان هوايي شرکت؛ کام ایر او صافي نومونه هم اخیستل شوي چې نه شي کولای اروپايي هیوادونو ته سفر وکړي.

ویل کېږي چې هغه مهال افغان هوايي شرکتونه د قوانینو او مقررو د نه موجودیت؛ د پروازونو نه خوندیتوب، له هوايي شرکتونو څخه د یو منظم څارګر سیسټم نه شتون او د غیر قانوني جوازونو د ویش له امله د اروپايي ټولنې په تور لست کې شامل شوي وو.

خو د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولان وايي چې د دوی د هڅو په نتیجه کې اوس دغو ستونزو ته رسیدګي شوې ده.

افغان سیاسي کاروپوهان د یادو ستونزو د هواري په برخه کې د ملکي هوايي چلند د ادارې هڅې ستایي؛ خو وايي چې په کار ده افغان هوايي شرکتونه هم دې برخې توجه وکړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وايي؛ هوايي شرکتونه باید د مصوونیت په برخه کې خپلې نیمګړتیاوې پوره کړي:

"د هوايي چلند خپلواکه اداره تش خالي چاته اطمینان نه شي ورکولای؛ نو په هوايي شرکتونو پورې اړه لری چې د خدمتونو د وړاندې کولو او مصونیت له برخې ځان پوره کړي."

د کام ایر هوايي شرکت مسوولان هم د یادو ستونزو د هواري په برخه کې د افغانستان د ملکي هوايی چلند د ادارې د هڅو هر کلی کوي؛ خو د اروپايي ټولنې د ورستي راپور په اړه څه نه وايي.

اوسمهال اریانا، صافي او کام ایر هغه هوايي شرکتونه دي چې د افغانستان د ولایتونو په ګډون یو شمېر عربي هیوادونو؛ ترکیې هندوستان او اسیايي هیوادونو ته پروازونه لري.

کارپوهان وايي، که چېرې افغان هوايیي شرکتونو ته دا اجازه ورکړل شي چې اروپايي هیوادونو ته هم پروازولري؛ نو د اقتصادي ښېګڼو تر څنګ به یو نړیوال اعتبار هم خپل کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG