د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۱

د "سي. آی. آې" پر پخواني مشر لګېدلي تورونه څېړل کیږي


کېدای شي د "سي. آی. آې" پخوانی ریيس ډېوډ پټرويس د امريکا د عدليې وزارت له خوا مجرم وپېژندل شي. ويل کيږي جنرال پټرويس ځيني محرم اسناد له خپلې ميَینې پاولا براډويل سره شريک کړي وو.

دا خبره په ۲۰۱۲م کال کې د پخواني جنرال ډېويډ پټرويس د سقوط سبب شوه. پټرويس په افغانستان او عراق کې د امريکايي پوځونو مشري کوله او ويل کېدل چې جنرال پټرويس په راتلونکو امریکايي ولسمشريزو ټاکنو کې غوره کانديد و.

د امريکا د عدليې وزارت د محرمو اسنادو او معلوماتو د ناوړه سمبالولو پر سر د "سي. آی. اې" د پخواني ريیس جنرال ډېويډ پټرويس پر ضد پر جرمي اتهام لګولو باندې غور کوي. په دې اړه پرون يوه امریکايي چارواکي خبر ورکړی دی.

د ياد چارواکي په وينا، له دې قضيې سره اړوند څېړونکو د څلور ستوري لرونکي پخواني جنرال پټرويس د قضيې په اړه د عدليې د وزارت لوړپوړو چارواکو لکه لوی څارنوال "ايريک هولډر" ته معلومات وړاندې کړي دي؛ تر څو د دې قضيې په اړه په پرېکړه کې مرسته وکړي.

دا امریکايي چارواکی په دې قضيه کې د نورو معلوماتو د شريکولو اجازه نه لري او د نوم نه ويلو پر شرط يې له اسوشيېټډ پريس خبري اژانس سره خبرې کړي دي.

د پټرویس وکیل:

د جمعې په ورځ، د پټرويس مدافع وکيل "رابرټ بارنېټ" او د عدليې وزارت وياند "مارک رايمانډي" په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د امریکا حکومتي څېړونکي په دې اړه تحقيقات کوي چې ايا پخواني جنرال پټرويس دا معلومات پاولا براډويل ته، چې د ده پر ژوند يې يو کتاب لیکلی دی؛ په ناوړه توګه ورسپارلي دي.

د ۲۰۱۲م کال د نومبر په مياشت کې د خپلې استعفی پر مهال پخواني جنرال پټرويس دا ومنله چې ده له پاولا راډويل سره اړيکې درلودې.

د پوليسو يوه چارواکي مخکې ويلي وو چې استخباراتي کارکوونکو د براډويل په کمپيوټر او کور کې محرم اسناد موندلي وو.

پټرويس او براډويل دواړو د اړیکو درلودلو لپاره علني بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي چې د دوی اړيکې هغه وخت پيل شوې چې پټرويس په پوځ کې له خپلې دندې ګوښه شو او له "سي. آی. اې" سره يې دنده پيل کړه.

د جنرال پټرویس سقوط:

له دې مخکې، په ۲۰۱۲م کال کې دا مساله د جنرال پټرويس د سقوط سبب شوه او ويل کېدل چې دی د امريکا د ولسمشرۍ لپاره يو غوره کانديد دی. له هغه وروسته چې پټرويس له "سي آی اې" سره دنده پرېښودله؛ د سپټمبر د يوولسمې د غونډې په ګډون؛ دی په ځينو غونډو کې د ملي امنيت او پوځي ماموريت په اړه ويناوي کوي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د پټرويس په اړه به څه وخت تصميم ونيول شي.

نيويارک ټايمز خبري اژانس پرون راپور خپرور کړی چې له مخې يې څارنوالانو د امريکا لوی څارنوال ايريک هولډر ته د پټرېیس د مجرم پېژندلو مشوره ورکړې ده.

اوسنی لوی څارنوال غواړي راتلونکې مياشت له هغه وروسته چې راتلونکی لوی څارنوال وټاکل شي؛ خپله دنده پريږدي، تمه کېده چې لوی څارنوال به تېر کال د پټرويس په اړه پرېکړه کړې وای.

XS
SM
MD
LG