د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۷

د پاکستان یوه سیاسي پلاوي له افغان چارواکو سره په کابل کې وکتل


د پاکستان د سیاسي ګوندونو یو هیات افغانستان ته راغلی و او د جمعې په ورځ یې په ارګ کې له جمهور رییس اشرف غني او دغه راز له اجراییوي رییس عبدالله عبدالله او نورو مشرانو سره وکتل او ژمنې یې وکړې چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې به د امن او ثبات لپاره ګډ کارکوي.

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د جمعې په ماسپښین په ارګ کې د پاکستان له سیاسي مشرانو سره وکتل او په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو، د امنیت د ټینګښت، د ټروریزم ضد مبارزې او په پاکستان کې د دېره افغان مهاجرو د ستونزو د حل په اړه بحثونه وشول.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په پاکستاني هیات کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی؛ د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاو او د نشنل عوامي ګوند د مشرتابه غړي او سناتور آفراسیاب خټک شامل وو.

پاکستانې هیات وویل، افغانستان او پاکستان دواړه له ستونزو سره مخامخ دي او د حل لپاره یې باید په ګډه کار وشي. دوی وویل، د ستونزو د حل او د اړیکو د ښه کېدو لپاره فرصتونه برابر شوي او دواړه هیوادونه باید ورڅخه ګټه واخلي.

د افغانستان جمهور رییس ښاغلی اشرف غني په دې کتنه کي وویل:

"موږ به مشورو او ګډ کار ته دوام ورکړو او هڅه به وکړو چې د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ په ټولو سطحو کې تماسونه زیات شي."

د افغانستان جمهور رییس دغه راز وویل چې د ستونزو په حل وخت لګیږي او په دې لاره کې به خنډونه هم رامنځ ته کیږي؛ خو د ملي وحدت حکومت د ستونزو حل ته پوره ژمن دی.

له پاکستان نه راغلي هیات د ملي وحدت حکومت له اجراییوي رییس عبدالله عبدالله سره هم وکتل. اجراییوي رییس وویل، دغو مشرانو تل د افغانستان خیر غوښتی او دا ځل یي هم په افغانستان او پاکستان دواړو کې د سولې او امن لپاره صادقانه هلې ځلې پیل کړي دي:

"له پاکستان نه راغلي مشران، مشر ورو محترم محمود خان اڅکزی صاحب؛ محترم شیرپاو صاحب، آفراسیاب خټک صاحب، پرون او نن د افغانستان له جمهور رییس اشرف غني؛ پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د افغانستان له نورو سیاسي او جهادي مشرانو سره لیدنې کتنې درلودې.

دوی تل د افغانستان په اړه خپل حسن نیت څرګند کړی او دا ځل هم بحث وشو چې د دواړو ملکونو د اړیکو او د سولې د ټینګولو لپاره دوی څه کولای شي او موږ څه کولای شو؛ د ګډ ګواښ چې افغانستان او پاکستان دواړه ورسره مخامخ دي او هغه عبارت له تروروریزم او افراطیت نه دی؛ موږ په ګډه څه کولای شو."

د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد شیرپاو وویل؛ دا یو ډیر نیک اقدام دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې به په ګډه حل کیږي:

"دا په دې لحاظ یو ښه قدم دی چې د دواړو هیوادونو ستونزې مشترکې دي. د دې ستونزو د حل لپاره که موږ په اخلاص سره یو مشترک جدوجهد ونه کړو؛ نو لکه څنګه چې لازمه ده هسې کامیابي په کې نشو حاصلولای.

په افغانستان کې چې کوم نقصانات او تباهۍ شوي؛ په هر کور کې نقصان شوی دی، د هغې انتها نشته.

دا مهال په پاکستان کې همدا صورت حال دی. موږ دا غواړو چې د دواړه ملکونه ګډ کار وکړي او په ګډ مقصد کې کامیاب شو."

له پاکستان نه راغلي هیات سره د جمهور رییس او اجراییوي رییس د کتنو پرمهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر؛ پخواني جمهور رییس حامد کرزي، جهادي او سیاسي شخصیتونو او د ملي شورا ځینو غړیو هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG