د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۳

راولپېنډۍ: پر امام بارګاه ځانمرګي بريد ٨ کسان ووژل


د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نزدې د پنجاب ايالت په پېنډۍ ښار کې د شيعه ګانو پر يوه امام بارګاه ځانمرګى بريد شوى چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د راولپېنډۍ ښار د امنيتي چارواکيو په وينا؛ د شنبې په شپه د دې ښار په چټيا هټيا نومي سيمه کې د شيعه ګانو پر يوه عبادت ځاى ځانمرګى بريد شوى چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٨ کسان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.

دوى وايي چې د بريد پر مهال په امام بارګاه کې د ميلاد محفل روان و چې لسګونو کسانو په کې برخه کې اخيستې وه او په خبره يې چې ځانمرګي بريدګر هغه مهال پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وارزول چې غوښتل يې امام بارګاه کې دننه ګڼې ګوڼې ته ځان ورسوي، خو په دروازه کې ولاړو امنيتي کسانو ودراوه.

د پېښې ټپيان د پېنډۍ بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ٥ تنو روغتيايي حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د راولپېنډۍ يو ځايي خبريال علي رضوان چې د پېښې پر مهال په همدې امام بارګاه کې موجود و، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پېښې د تلفاتو او د سيمې د موقعيت په اړه وويل:

"دا کمېټي چوک نه تقريباً نيم کيلومټر لرې دى. په دې امام بارګاه کې هره شپه ډېره ګڼه ګوڼه وي، په بريد کې ښځو ته زيان نه دى اوښتى، ځکه دوى په دويم محفل کې وو. ټپيان د راولپېنډۍ دوو روغتونونو کې ته لېږدول شوي، چې د ډېرو روغتيايي حالت ښه نه دى."

بلخوا د پاکستان د شيعه ګانو د سرتاسري ټولنې وحدت المسلمين مشر علامه راجه ناصر عباس پر امام بارګاه ځانمرګى بريد په سختو ټکو وغانده او له حکومته يې وغوښتل، چې په قبآيلي سيمو کې د ترهګرو پر ضد روان پوځي عمليات د پاکستان نورو سيمو ته هم وغځوي او هغه مدرسې دې هم وتړي، چې د ترهګرو مرسته کوي:

"ځانمرګى بريدګر هغه مهال پر امام بارګاه بريد وکړ، چې په دې کې د ميلاد محفل روان و او لسګونو سړو، ښځو او ماشومانو پکې ګډون لاره. حکومت دې پوځي عمليات تر شمالي وزيرستان پورې نه محدودي، بلکې په ښآرونو کې دې هم عمليات وکړي، ځکه ترهګر په ښاري سيمو کې هم پټ دي."

په پېنډۍ کې د شيعه ګانو پر امام بارګاه دا ځانمرګى بريد په داسې حال کې شوى، چې د تېر کال د دسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړي بريد وروسته په ټول پاکستان کې امنيتي اقدامات کلک شوي او امنيتي ځواکونو پکې پراخ تلاشي عمليات پيل کړي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف، ولسمشر ممنون حسين او يو شمېر نورو حکومتي چارواکيو او سياسي مشرانو په پېنډۍ کې ځانمرګى بريد غندلى دى.

د يادونې وړ ده، چې په پېنډۍ کې د شيعه ګانو پر امام بارګاه د ځانمرګي بريد مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG