د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۸

اشرف غني د پاکستان د یو شمېر ګوندونو له مشرانو سره وکتل


د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ولیدل.

د جمعې په ماښام له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شو چې افغان ولسمشر اشرف غني د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي، د قومي وطن پارټۍ له مشر افتاب احمد خان شېرپاو او له عوامي نشنل ګوند سره اړه لرونکي سنېټر افراسیاب خټک سره د جمعې په غرمه ولیدل.

خبرپاڼه لیکي چې په دې لیدو کتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو بحث وشو.

د خبرپاڼې په لیکنه، دې مشرانو وویل چې دواړه هېوادونه له ګډو ستونزو سره مخامخ دي او د دغو ستونزو د هوارولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هڅو ته اړتیا ده.

پاکستان مېشتو پښتنو سیاستوالو افغان ولسمشر ته ویلي چې د ترهګرۍ پر ‌وړاندې مبارزه کې اوس د ډېورنډ له کرښې ها خوا په ليد لوري کې بدلون ليدل کېږي.

د دوی په وینا، خلک دې باور ته رسېدلي دي چې ترهګري ښه او بد نه لري او دغه پديده یوازې د دواړو هېوادونو لپاره نه بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم ګواښ دی.

خبرپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر اشرف غني دې مشرانو ته وویل چې خپلو ګډو مشورو اوګامونو ته به دوام ورکوو او هڅه به وکړو چې په هره کچه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګې او پیاوړې کړو.

ولسمشر غني په ټينګار سره وویل چې د یادو ستونزو هواری به وخت واخلي او په دې برخه کې به ډېر خنډونه موجود وي خو د ده په وینا، د حل لپاره يې د افغانستان نوی حکومت ژمن دی.

پر دې مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، یو شمېر جهادي او سیاسي شخصيتونه او د ملي شورا ځينې غړي هم موجود وو.

XS
SM
MD
LG