د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۲

پاریس: په خونړي تشدد کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي


په پاریس کې پولیس وايي چې هلته نن په خونړي تشدد کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي. پینځه تنه لاهم د حمله کوونکو سره بند دي.

د رپوټونو په حواله، هغو کسانو چې د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر حمله وکړه او قتل عام یې جوړ کړ، نن یوې چاپخانې ته ننوتل او یو سړی یې یرغمل کړ.

د فرانسې پولیسو د ودانۍ شاوخوا سیمه محاصره کړې ده .

چارواکو ویلي چې نن وتوانیدل چې له حمله کوونکو سره ټیلیفوني ارتباط ټینګ کړي او په سوله ییز ډول له یوه نږدې ښوونځي، د لږترلږه نهه سوه کسانو د وتلو لاره حواره کړي.

دا په فرانسه کې په تیره یوه لسیزه کې ترټولو ستره او خونړۍ حمله ګڼل کیږي.

پولیسو ویلي چې یوه وسله وال د یهودانو په قصابي کې پينځه کسه یرغمل کړي دي.

پولیس وايي چې دا حمله کوونکی غالبا له هغو وسله والو سره اړیکه لري چې پرون یې د پاریس ښار په جنوب کې یوه پولیسه ووژله .

پولیسو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر په حمله کونکي له هغو سره چې پرون یې په پاریس کې یوه پولیسه ووژله او نن یې په ښار کې خونړی حالت رامنځ ته کړی، لار درلوده.

داسې ګڼل کيږي چې درې واړه حمله کونکي د یوې اسلامپالې ډلې غړي وي خو کومې ډلې یې مسولیت نه دی اخیستی.

په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې پردفتر تر وسله والې حملې وروسته، یو شمېروسله وال چې په انګریزي ژبه خبرې کوي او په عراق او شام کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې د غړیتوب ادعا کوي، د حمله کونکو د ملاتړ لپاره ټویټر او نورو انټرنټي پاڼو ته را وتلي دي.

د عراق او شام اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې که څه هم په پاریس کې د حملې مسولیت نه دی اخیستی خو د حملې په خاطر یې د وسله والو ملاتړ کړی دی.

وسله والو ویلي چې فرانسه او غرب د خلکو د ځپلو هڅې کوي، مسلمانان وژني نو داسې حملې د توجیه وړ دي.

د پاریس پولیسو له دوو حمله کونکو سره چې نن سهار یې د ښار د شمالي څنډې په یوه کوڅه کې کلا بند کړي وو او تر یوه ځایه یې په موټرو کې تعقیب هم کړل ، لنډه نښته هم وکړه .

وروسته دواړه حمله کونکي یوې چاپخانې ته ننوتل او پر پولیسو یې ‌ډزې پيل کړې.

پولیس دا ردوي چې پهنښته کې به څوک وژل شوي وي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو کمشنر زید الحسین نن [جمعه] په جنیوا کې وویل چې خلک باید له زغمه کار واخلي:

"اوس، زموږ په باور د کرارۍ یوې شیبې ته اړتیا لرو. د غچ اخیستلو وخت نه دی. په اروپا کې د دې خونړۍ حملې مسولیت نه پر اسلام ور اچولای شو او نه یې په اروپا کې د ګڼو کلتورونو پر شتوالي."

د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولاند نن وویل چې داسې حملې تکراریدلای شي او د مخنیوي لپاره یې باید جدي اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG