د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۷

اشرف غني به د پاکستان د سیاسي ګوندونو له استازو سره وګوري


ټاکل شوې چې ولسمشراشرف غني د پاکستان د سیاسي ګوندونو له استازو سره نن کتنه وکړي.

د راپورونو له مخې د پاکستاني سیاستوالو پلاوی چې له ولسمشر او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې په پام کې لري. کابل ته رسېدلی.

د راپورونو له مخې د پاکستاني سیاستوالو په پلاوي کې چې افغان ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې کتنه ورسره کوي، د عوامي نشنل ګوند مشراسفنديار ولي خان، سناتور افراسياب خټک، د قومي وطن ګوند مشرافتاب احمدخان شېرپاو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمود خان اڅکزی شامل دي.

ویل شوي چې دا کسان د ولسمشرغني په بلنه کابل ته تللي او پر ولسمشرغني سربېره له نورو چارواکو سره هم کتنې کوي.

په دې کتنو کې د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي اړيکو، د دواړو هېوادونو د امنیتي وضعیت او له ترورېزم سره په مبارزه کې د کابل او اسلام اباد د همکارۍ په اړه خبرې په پام کې دي.

څارونکې په دې باوردي چې په پاکستان کې د وسله والو حملو له زیاتېدو او په خاص ډول د پېښور پر یوه ښوونځي له حملې وروسته اسلام اباد چې تل له افراطي وسله والو ډلو سره په همکارۍ تورن شوی، له کابل سره د همکاریو د زیاتولو هڅې چټکې کړې دي.

د افغانستان د سیمه ییزو څېړنو د مرکزمشرعبدالغفور لېوال وايي، کابل ته د ولسمشر غني د پاکستاني سیاستوالو مېلمنو سفر به یوازې په هغه صورت کې ګټور وي چې د یوې اجماع استازیتوب وکړي او د همغې اجماع له مخې اسلام اباد ته ستانه شي:

″که دا هیات په پاکستان کې یوې سیاسي اجماع او فیصلې ته تر رسېدو وروسته راغلي وي، نو هغه صلاحیت چې به ولري چې په دې برخه کې د افغانستان د اړخ نظرځان ته معلوم کړي او کله چې دوی بېرته ځي د دوی پرېکړې ټول تصمیم نیوونکې مراجع ومني، بیا خو فکر کوم چې د دوی راتګ به د سیمه ایزې سولې په راوستو کې ګټور وي.″

له دې مخکې په دې پلاوي کې د جمیعت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د ګډون په اړه هم راپور ورکړل شوی و، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستاني سیاستوالو په فهرست کې د نوموړي نوم نشته.

که څه هم مولانا ته نژدې کسانو ویلي چې نوموړی کابل ته د تلو کوم پلان نه لري خو په تېرو څو ورځو کې یو شمېرفعالانو فضل الرحمن په افغانستان کې د جګړې او تشدد پلوي وباله او د مظاهرو په ترڅ کې یې د ده د راتګ په وړاندې سخت غبرګون وښود.

XS
SM
MD
LG