د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۴۶

د پاریس د پیښې په اړه د اسلامي نړۍ د رسنیو عکس العملونه


د اسلامي نړۍ مطبوعاتو د فرانسې په مرکزپاریس کې د شارلي ابدو مجلې پردفترد خونړۍ حملې په وړاندې بېلابېل عکس العملونه خپاره کړي دي.

که څه هم په کابل کې د پنجشنبې او جمعې د رخصتۍ له امله، ورځپاڼې نه دي خپرې شوي خو د افغان طالبان خپرونې پرون پر خپله ویبپاڼه په یوه مقاله کې لیکلي وو چې په پاریس کې دا حمله هغو ټولو کسانو ته د خطر زنګ دی چې تردې مخکې یې د اسلام دین او د اسلام پيغمبرته سپکاوی کړی دی.

وسله والو طالبانو د حملې مخامخ ملاتړنه دی کړی خو په مقاله کې ویل شوي چې هغه کسان چې د اسلام پر پیغمبر ملنډې وهي، باید خپل امنیت ټینګ کړي.

د عراق ورځپاڼو هم دې پيښې ته چندان زیات وخت نه وو ورکړی او یوازې درېیو سترو ورځپاڼو په دې اړه لیکنې کړې وې. الصباح الجدید ورځپاڼې یوازې د غربي رهبرانو د غبرګون په بیا خپرولو اکتفا کړې ده.

ورځپاڼې په قاهره کې د الازهر د مرکز دریځ راخیستی چې وايي اسلام د تشدد خلاف دی.

په پاریس کې عراقي خبریال جواد بیشاره ازادۍ راډیوته ویلي چې په عراق کې ورځپاڼې د دې پيښې په اړه ترډيره حده بې تفاوته پاتې شوي ځکه چې هره ورځ ګڼ شمېرعراقیان وژل کېږي او بهرني هېوادونه یې په وړاندې، تقریبا سوړغبرګون څرګندوي.

د ترکېي زیاتو ورځپاڼو د پاریس پيښه قتل عام بللې.

د ترکېي ورځپاڼو ترڅنګ، بلاګ لیکونکو او ویب پاڼو دا حمله غندلې او خواشینونکې یې بللې ده.

په ترکېه کې د لیبرالې ورځپاڼې [حریت] یو پيژندل شوي بلاګ لیکونکې روسین چاکرپوښتنه کوي چې نړېوال څرنګه له داسې وحشت سره مخامخ کېدلای شي؟

د ترکېي د حکومت پلوي کوونکې ورځپاڼې میلي ګزیتې چې خپرونې یې ترډيره حده مذهبي رنګ لري، لیکلي چې ترهرڅه مخکې باید د پاریس حمله وغندل شي او بیا دوهمه عمده مساله دا ده چې د داسې پيښو په وړاندې څرنګه مبارزه وشي.

ورځپاڼه وايي، داسې حملې باید د دې سبب نه شي چې کړن لارې پر پوځي حل متمرکزې شي.

په عربي هېوادو کې هم عکس العملونه مختلف وو.

یو شمېرخپرونو دا حمله غندلې او یو شمېر نورو ویلي چې شارلي ابدو مجلې د کارتونو له لارې د ټولنې ستونزو ته د خلکو پام اړوی، په خپله دا بلا پرځان راوستې ده.

یو شمېرعربي ورځپاڼو دا حمله د غرب له استعماري کړن لارو او تروریزم سره تړلې ده.

الحیات ورځپاڼې دا حمله په شدت غندلې او تردې سرلیک لاندې چې [تروریستانو په سړه سینه، د پاریس پر زړه حمله وکړه] یې یوه مقاله خپره کړې ده.

الشرق الاوسط، ټینګار کړی چې سعودي عربستان، عرب لیګ، د مصر ازهر پوهنتون او داسې نورمعتبر ځایونه باید د دې پيښې د غندلو لپاره تر نړېوالو مخکې شي.

الشرق الاوسط ویلي چې ریاض، د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس له لارې دا پيښه غندلې ده.

د ایران اصلاح غوښتونکو او محافظه کارانو، دواړو خواوو پر شارلي ابدو مجلې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو د خپرولو له امله انتقادونه کړي او دا پوښتنه یې کړې چې ایا د داسې کاریکاتورونو خپرول د بیان له ازادۍ سره اړخ لګوي؟

ایران ورځپاڼې چې د ولسمشرحسن روحاني د حکومت رسمي نظر خپروي، د لومړي مخ ډیره برخه د پاریس حملې ته ځانګړې کړې وه او د [په پاریس کې د تروریستانو خونړۍ ننداره] تر سرلیک لاندې یې د پيښې یو لوی عکس خپور کړی وو.

د ایران نورو ورځپاڼو لکه شرق او اعتماد چې نسبتا خپلواکې ګڼل کېږي او د اصلاح غوښتونکو خوا ته زیات تمایل لري، هم پر لومړیو مخونو په دې اړه مقالې خپري کړې وې.

XS
SM
MD
LG