د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

سیګار: د افغان ملي پوځ لپاره د یوه مرکز په جوړیدو کې نیمګړتیاوي شته


د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا د سرمفتش/سیګارپه افغانستان کې د میلیونونو ډالرو د ضایع کېدو په اړه نوی راپور خپور کړی دی.

د دې ادارې په نوي راپور کې ویل شوي چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو لپاره یوه پوځي اډه جوړه کړې چې څه باندې ۵۷ میلیونه ډالره پرې لګول شوي دي.

خوهمدا راپور زیاتوي چې اوس په دې اډې کې نه بریښنا او نه هم د افغانستان د کوماندو سرتیرو لپاره د اوسیدو کافي ځای شته.

سیګاربیاهم یو راپورخپورکړی او ویلي ېي دي چې د افغانستان د ملي پوځ د ځانګړوځواکونو لپاره د یوه مرکز یا اډې په جوړیدو کې ډیرې نیمګړتیاوي شته.

په دې نويو موندنو کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت ۵۷،۱ میلیونه ډالره مرسته کړې چې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو ځواکونو لپاره یو پوځي مرکز جوړ یا ورغول شي.

په دې اډه کې ترټولو مهم فکتور بریښنا ده، خو د سیګارپه لیکنه، هغه جنراتورونه چې په دې اډه کې نصب شوي د دې مرکز یوازې ۲۵ فیصده بریښنا ورکولای شي.

د دې راپورپه یوه بله برخه کې راغلي چې جنراتورونه په سمه توګه کارنه ورکوي او سون مواد یي هم چې څه باندې یو میلیون ډالرپرې لګول شوي، د استفادې وړنه دي.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا سرمفتش جان سوپکو موندلي چې د امریکا د پوځ له خوا تمویل شوي پروژې د پلان سره سمې دقیقې نه دي او په سمه پرمخ نه دي وړل شوي.
د دغو پروژو څارنه د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې شوې ده.

دغه راپورچې د پنجشنبې په ورځ خپورشوی زیاتوي:

د کابل په څنډوکې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتي ځواکونو لپاره اډه جوړه شوې چې د کوماندو مکتب هم په کې شته.

د سیګارپه وروستیو موندنوکې دا هم راغلي چې د دې پوځي اډې د بریښنا په برخه کې اوه میلیونه ډالره په دې ولګول شوې چې پنځه داسې جنراتورونه په کې نصب شي چې هریو یې د ۱۰۸۸ کېلوواټه بریښنا وړتیا ولري.

راپور زیاتوي په دې اډې کې د ۲۸۰ تنه سرتیرو د ډوډۍ خوړلو لپاره طعام خانه په پام کې نیول شوې وه، خو وایې اوس څه باندې ۱۶۰۰ تنه کار ترې اخلي.

سیګار لیکي تراوسه د ډوډۍ خوړلو لوی سالون نه دی جوړ شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې سیګارپه افغانستان کې د امریکا د پیسو د ضایع کېدو په اړه راپور خپروي.

په ډسمبرمیاشت کې هم سیګارپه افغانستان کې د ښځو پر پروژو د بې ځایه لګښتونوپه اړه یو راپور خپور کړی وو.

په هغه راپورکې سیګار په افغانستان کې د ښځو د پروژو په اړه د وضحت پر نشتوالي څرګندوني کړي وې.

سیګارهغه څو پروژې چې میلیونونه ډالره په کې بیځایه لګول شوي، په افغانستان کې د امریکا د راتلونکوهڅو لپاره د اندیښنې وړ بولي.

XS
SM
MD
LG