د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

افغان علما: که تلویزوني خپرونې اصلاح نه شي، په مدني حرکتونو لاس پورې کوو


د کابل ښار د دیني عالمانو د شورا مسوولین له دولته غواړي چې د خصوصي تلویزیونونو پرخپرونوکې دې مثبت بدلونونه راولي.

د دې شورا مشر ازادۍ رادیوته وویل، ځیني خصوصي تلویزیونونه، د اسلام او افغاني ټولنې د ارزښتونو خلاف خپرونې کوي.

دی وايي، د داسې تلویزیونونو خپرونې دې ډیر ژر بندې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي هم تاییدوي چې د ځینو تلویزیونونو په خپرونو کې ستونزې شته خو دوې یې پر ضد عمل کړی دی.

د کابل ښار د دیني عالمانو د شورا مسوولین خبرداری ورکوي چې که په هېواد کې د ځینو خصوصي تلویزیونونو خپرونې اصلاح نه شي، پر ضد به یي په ټول هېواد کې مدني اعتراضونه پیل کړي.

د دې شورا ريیس مولوي عبدالبصیر حقاني د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت، او له جمهورريیس او اجرایي رییسه وغوښتل چې په تلویزیونونو کې د مبتذلو خپرونو مخه ونیسي.

د ښاغلي حقاني په نظر ځیني خصوصي تلویزیونونه، د هندي، ترکي او ځینو نوروهېوادونو د مبتذلو سریالونو او ډرامو په خپرولو سره، تنکي ځوانان او ټولنه بې لارې کوي:

″له جمهور ريیس او اجرایي ريیسه په کلکه هیله کوو چې ترکي سریالانونه دې بند کړي، په دې سریالانو کې د بداخلاقۍ او فساد نښې نښانې شته او د ټولنې او اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.″

حقاني دا هم وویل، په تلویزیوني خپرونوکې د مثبتو بدلونونود راوستوپه مقصد د چهارشنبی په ورځ په کابل کې شاوخوا شپږسوو دیني عالمانو په یوه خوله تاکېد وکړ.

اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا شپیته تلویزیونونه، یو سلو پنځوس رادیوګانې او په سلګونو نورې رسنۍ فعالی دي.

په عین وخت کې ځیني کابل ښاریان د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته هیله کوي چې د خصوصي تلویزیونو خپرونې دې په غور سره ارزیابي کړي.

نوراغا قریشي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د تلویزیونونوله مسوولینو وغوښتل چې د بهرنیو مبتذلو ډرامو او سریالونو پرځای دې، معلوماتي، اطلاعاتي او روزنیز پروګرامونه زیات کړي:

″تلویزیونونه ډیرشول خو کاش چې داسې خپرونې يې کولې چې ټولنه او نوی نسل له بدمرغۍ وژغوري.

که له یوه تنکي ځوان نه پوښتنه وکړي، د ټولو سیریالانو په هکله به معلومات درکړي خو که د ښوونځي او زده کړو په هکله یې وپوښتې، ځواب نه شي درکولای.″

سربیره پردې د کابل ښار یو بل اوسیدونکې خیبر تږی تاکېد کوي چې خصوصي تلویزیونونه دې په خپرونوکې د ټولنې ارزښتونه او په ځانګړي توګه د نوي نسل راتلونکی په پام کې ونیسي:

″اوسني سریالونه چې په تلویزیونونو کې خپریږي، پر ځوان نسل منفي اثر کوي، تنکي ځوانان د ټولنې راتلونکې دي او که د دې ذهن په مبتذلو سریالونو خراب شي، له هغه نه د نیک کار توقع نه شي کېدای.″

خلک وايي، دا ډول تلویزیونونه د زیاتو عوایدو د ترلاسه کولو په خاطر بهرني سریالونه خپروي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم تاییدوي چې ځیني تلویزیونونه په خپرونوکې ستونزې لري.

د دې وزارت د مطابعو ريیس جلال نورانۍ ازادۍ رادیو ته وویل، په وروستیو دیارلسوکلونو کې يي په تلویزیوني خپرونو کې شاوخوا دیارلس سرغړونې په ګوته او عاملین یې لويي څارنوالۍ ته ورپیژندلی دي:

″د محترمو روحانیو اعتراض پرځای دی. ځیني تلویزیونونه داسې سندرې او سریالونه خپروي چې ستونزې رامنځته کولای شي.

د تلویزیونو د فعالیت د جواز ورکول د دې وزارت کاردی، خو که په خپرونوکې سرغړونې وکړي، د عدلي او قضایي ارګانونو دنده ده چې قانوني چلند ورسره وکړي.″

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لويي څارنوالۍ نظرهم ولرو چې اړیکو مو ورسره ټینګ نه شول.

د رواني چارو متخصصین وايي، تنکي ځوانان له دې ډول خپرونو ډیر اغیزمن کېږي او د دې لپاره چې پر اخلاقو يي ناوړه اثر پرې نه وځي پکار ده چې په تلویزیونونو کې مثبتې موضوع ګانې زیاتې خپرې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG