د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

فرانسې د تیرې ورځې د پیښې په تړاو کور په کورعملیات پیل کړل


د فرانسې پولیسو د هغو برید کوونکو د لټون هڅې ډیرې کړي چې د شارلي ابدو مجلې پردفتر یې برید کړی دی.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فرانسوي ځواکونو څو هلیکوپترې د پاریس په شمال کې عملیاتو ته دوام ورکوي.

پولیس وایي، دواړه برید کوونکي پیژندل شوي دي او دریم کس چې د چهارشنبې په پیښه کې ښکېل بلل کېږي، ځان پولیسو ته سپارلی دی.

په فرانسې کې د دې بې ساري برید په تړاو تراوسه څوک ندې نیول شوي، خو د هغوی د موندلو عملیات دوام لري.

د فرانسې په پلازمینه او نورو مهمو ښارونو کې سخت امنیتي تدابیرنیول شوي دي.

د راپورونوله مخې دوه مخ پټي وسله وال کسان چې احتمالا په پاریس کې د شارلي ابدو پردفتر برید کوونکي وه، د پاریس په شمال کې د تیلو یو ټانک غلا کړی او په ډزو سره له سیمې تښتیدلې دي.

اوس مهال د ویلرزکوتي ریتس ښارپه ځینوبرخوکې کورپه کور تلاشی دوام لري.

ځیني اندیښنې وروسته له هغه ډیرې شوي چې یوه فرانسوی پولیسه د هغه کس له خوا ووژل شوه چې زرهي واسکټ یې په ځان کې وو.

چارواکي وایي، تراوسه داسې شواهد نه لري چې وښیي د پنجشنبې د سهار پیښه د شارلي ابدو له برید سره تړاو ولري.

د جنورۍ په اوومه ترغرمې دمخه وسله والو کسانو د پاریس په یوه مرکزي سیمه کې دولس تنه ووژل. اته تنه قربانیان خبریالان او کارتونیستان او دوه نور پولیس وه.

په فرانسې کې دغه پیښې په تیرو پنځوسو کلونوکې سارۍ نه درلود.

د فرانسې پخواني ولسمشرنیکولا سارکوزي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له اوسني ولسمشرفرانسوا اولانډ سره یې لیدلي او هغه یې ویلي چې باید په ګډه له مدنیته دفاع وکړي:

″د لومړنیو تحقیقاتو له مخې د شریف کاوشه او سعید کاوشه په نوم دوو وروڼو دغه برید کړی دی.″

د چارواکو په خبره تراوسه د تحقیق لپاره نهه تنه نیول شوي چې د پوښتنو په ترڅ کې د پیښې د دوو اصلي عاملینو په اړه معلومات ترلاسه شي.

د اسلامي هېوادونو په ګډون یو شمېر نړېوالو ټولنو او بېلابېلو هېوادونو د شارلي ابدو پر دفتر دغه برید په کلکه غندلی دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

عمده پوښتنه چې ډیری کسان یې مطرح کوي، د دوو برید کوونکو د ورکېدو په اړه ده او دا چې دغو کسانو څنګه پرمختللې وسلې تر لاسه کړې ؟

تراوسه پولیسو نه دي ویلي چې د تسلیم شوي کس د تحقیقاتو نتیجه څه ده او دا به د دوو برید کوونکو په موندلو کې څومره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG