د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

"د ملکیانو د خوندیتوب په اړه د امریکا پالیسي نه شي عملي کیدای"


د اوباما د ادارې یوه چارواکې ویلي، هغه تګ لاره چې له مخې یې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال د ملکي وګړو خوندیتوب په پام کې نیسي، په افغانستان کې نه عملي کېږي.

دا خبره د (رولنګ سټون) په نوم یوې نشریي د یوه امریکایي لوړ پوړي چارواکي له قوله کړې ده.

دغه نشریه وایي، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې د خپل محاربوي ماموریت ختم اعلان کړ، خولاهم افغانستان ته د هغه هېواد په سترګه ګوري چې جګړې به په ۲۰۱۵ کال کې هم دوام وکړي.

سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر پر۲۸ په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړېوالو ځواکونو پوځي ماموریت په رسمي ډول پای ته ورسید، خود (رولنګ سټون) په نوم د امریکایې نشریي یو نوی راپور ډیر داسې شواهد په لاس ورکوي چې ښیې دغلته پوځي ماموریت لا هم نه دی ختم شوی.

په دې راپورکې راغلي چې د اوباما اداره لا اوس هم افغانستان ته د داسې هېواد په سترګه ګوري چې جګړه په کې دوام لري او له همدې کبله د نشریي په لیکنه، امریکا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال د ملکي تلفاتو د محدودلوپه هدف سخت معیارونه نه وضع کوي.

د امریکا د ولسمشرۍ پالیسۍ لارښود یا پي پي جي د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې د هغو اندیښنو په ځواب کې تصویب شو چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال د ملکي تلفاتوله کبله راپورته شوې وې.

د دغه نوي لارښود له مخې دې ته اړتیا ده چې د هرډول محاربوي اقدام دمخه باید امریکایې پوځیان دا په پام کې ولري چې هیڅ ملکي وګړۍ نه ووژل شي اونه هم ټپي شي.

رولنګ سټون له دې سره سره دا ناممکنه بولي چې په دې اصلاحتو سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي موثریت ډاډمن شي، ځکه د نشریي په خبره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تقریبا په پټه ترسره کېږي.

د اوباما د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکې د نوم د نه ښودلو په شرط رولنګ سټون نشریي ته ویلي چې د ولسمشرۍ د پالیسۍ لارښود به په افغانستان کې عملي نه شي او زیاتوي چې افغانستان به په ۲۰۱۵ کال کې هم د هغو هېوادونو په کتارکې وي چې جګړې به په کې دوام ولري.

دغه چارواکي ویلي چې پي پي جي یا د ولسمشرۍ د پالیسۍ تګ لاره د جګړې په حال کې سیمو لپاره نه ده.

د ۲۰۱۴ کال په اکتوبرکې هم دا ښکاره شوه چې د اوباما ادارې دا پټه کړې وه چې دغه اصلاحات په عراق او سوریې کې نه عملي کېږي، ځکه هغه دواړه هم د جګړې په حال کې هېوادونه بلل کېږي.

وړاندې په خپله امریکا او د ملګروملتونو سازمان وړاندوینه کړې وه چې ۲۰۱۴ کال به په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له اړخه تر ټولو خونړۍ کال وي.

پردې سربیره د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې سطح هم لوړه شوې ده چې د ټایمز ورځپاڼې په لیکنه په هرو ۹۰ دقیقوکې یو افغان سرتیری وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG