د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

ايمل خټک: پاکستان او افغانستان دې ولسي ډیپلوماسي ته ادامه ورکړي


، د دواړو هېوادونو په اړيکيو، په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې په ورپېښو ستونزو او د ترورېزم په ضد د جګړې په اړه خبرې وکړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، په دغه پلاوي کې د عوامي نېشنل ګوند مشراسفنديار ولي خان، د قومي وطن ګوند افتاب احمد شيرپاو، د ملي عوامي ګوند مشرمحمود خان اڅکزى او د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن شامل دي.

دوى د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې بلنه کابل ته روان دي، څو په دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې د ترورېزم ضد مبارزې په ګډو هلو ځلو خبرې وکړي.

د پاکستان د يو شمېر سياسي او سيمه ييزو چاروکارپوهانو په داسې حال کې په دې وروستيو کې په دواړو هېوادونو کې خونړۍ ترورېستي پېښې شوي، د سياسي پلاوو دا ډول تګ راتګ په دواړو هېوادونو کې د امنيت په ټينګښت او دوه اړخيزو اړيکيو لپاره مهم ارزوي او وايي، چې دا غونډې دې دومداره وساتل شي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه ايمل خټک د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، چې پاکستان و افغانستان دې د حکومتي ديپلوماسۍ ترڅنګ ولسي ديپلوماسۍ او د ولسونو د مشرانو تګ راتګ ته ادامه ورکړي، څو په پښتني سيمه کې د ترورېزم منحوسه پديده له منځه لاړه شي:

"خبره دا ده، چې په نړۍ کې دوه ډوله ډيپلوماسيانې دي، يوه سرکاري ډيپلوماسي ده اوبله ولسي ډيپلوماسي ده سرکاري ډيپلوماسي ده، چې حکومتونه په حکومتي سطح باتدې سره ملاوېږي او د تعلقاتو د ښو کولو لپاره خبرې اترې کوي.

بل طرفته ولسي ډيپلوماسي ده چې ولسونه نمايېنده ګان او د ولسونو مختلف قشرونه هغوى هم خپلو کې يو بل سره کېني او جې کومې معلومې پېښې وي، نو په هغې سره خبرې اترې کوي.

نو دا ډيپلوماسۍ په ټولو نړۍ کې رايجه ده، چې اوس د پاکستان و افغانستان ترمنځ هڅه روانه ده، چې دا ډيپلوماسي پرمخ ولاړه شي، چې ښه خبره ده.

زما په خيال باندې دغه اوسنى چې کوم پېشنهاد دى، چې د اشرف غني صيب چې د پاکستان د ځينو سياسي ګوندونو مشران خاصکر پښتانه مشران يې راغوښتي او له هغوى سره موجوده حالات څېړي، نو دا ډېره ښه خبره ده، ځکه چې د دواړو هېوادونو پښټني سيمې له يو ډول مشکل سره مخ دي او پکار ده چې په خبرو اترو يې حل راووځي."

د پاکستان د سياسي ګوندونو د مشرانو دا پلاوى په داسې حال کې کابل ته په سفر ځي، چې د تېرکال د دسمبر په ١٦مه نېټه پاکستانيو وسله والو طالبانو په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونحي خونړى وسله وال بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې د ١٣٤ ماشومانو په ګډون نزدې ١٥٠ کسان ووژل شول.

تردغې پېښې وروسته د پاکستان حکومت د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو ضد پوځي عمليات تېز کړي او همداراز ادعا کوي، چې د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون يې د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د استخباراتي معلوماتو په اساس هدفي عمليات کړي، چې سلګونه ترهګر او د هغوى مرستندوى نيولي دي.

د پاکستان حکومت همدراز د ترورېزم د ځپلو لپاره يوه شل ماده ييزه ملي کړنلاره هم جوړه کړې، چې له مخې به يې د پاکستان په څلورو ايالتونو کې پوځي محکمې جوړې شي، څو د ترورېستان د خپلو کړو اعمالو سزا ژر وويني.

ايمل خټک په داسې حال کې چې کابل ته د تلونکي پلاوي سفر مهم ارزوي، ددې ترڅنګ وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعيت دومره پېچلى دى، چې ښايي په يوې غونډې کې پر ټولو مسايلو خبرې ونه شي، نو ځکه دې دا ډول غونډې جاري وساتل شي.

نوموړى همدارا راز وايي، اوس وخت رارسېدلى دى چې دواړه هېوادونه د ښو او بدو طالبانو له اصطلاح پرته د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره جدي هخې وکړي:

"دا مشکلات ډېر پېچيده دي، ډېر پخواني دي، نو د يوې ناستې نه موږ توقع نه شو کولاى، چې دا هر څه به شپه په شپه ټهيک شي، البته دا ناستې د يو سازګار فضا جوړولو دپاره ډېره ضروري ده."

د پاکستان د سياسي ګوندونو د مشرانو دا پلاوى په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې تر دې مخکې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین؛ د دې هېواد د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز؛ لوی درستیز راحیل شریف او د استخباراتو رییس رضوان اخترهمافغانستان ته سفرونه کړې دي.

همداراز ولسمشر محمد اشرف غني هم د تېر کال په نومبر کې د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا پاکستان ته راغلى و، او ددې هېواد له پوځي او سياسي مشرانو سره په اړخيزو مسالو خبرې کړې وې.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، چې په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره د افغانستان او پآکستان اړیکې نوي پړاو ته داخل شوي او هیله څرګندوني چې د افغان او پاکستاني چارواکيو دا ډول تګ راتګ به د دواړو هیوادونو تر منځ شته ستونزې هوارې کړي.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG