د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

نړېوالو په پاریس کې ترورستي برید وغانده


وسله والو چې مخونه یې پټ کړي وو د هغې فرانسوۍ طنزیه مجلې پردفتر برید وکړ چې د پیغمبرحضرت محمد کارتون یې ایستلی و.

په دې حمله کې چې د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې وشوه لږ ترلږه دولس تنه ووژل شول چې په وژل شویو کې اته خبریالان او دوه پولیس افسران دي.

د شارلي ابدو د مجلې پردفترپه دې حمله کې یوولس تنه نورټپیان شوي دي.ویل کېږي چې د څلورو ټپیانو حالت نازک دی.

له دې بریده وروسته چې پرون سهار وشو د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې دا یوه ترورستي حمله ده:

″یو ځانګړی وحشي اقدام دلته په پاریس کې د یوې مجلې پرضد وشو، د یوې خپرونې پرضد چې د ازادي مثال دی″

د فرانسې ولسمشر زیاته کړه چې په وروستیو اونیو کې فرانسې د یو شمېر ترورستي بریدونو ګواښونه ترلاسه کړې دي او ځکه فرانسې ته ګواښونه کېږي چې په دې هېواد کې ازادي ده.

برید کوونکو چې کله حمله کوله دوی د الله اکبر نارې وهلې.

عیني شاهدان وایي چې برید کوونکو په لوړ غږ دا خبره کوله چې دوی د خپل پیغمبرانتقام اخلي.

دغه برید د نړۍ لور د لور عکس العملونه پارولي دي. د ملګرو ملتو عمومي منشي وویل چې دا حمله د دې لپاره شوې ده چې په نړۍ کې د ولسونو ترمنځ اختلافات پیدا شي،په نیویارک کې د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون وویل:

″دغه وحشتناکه برید د ویشلو لپاره شوی دی. موږ باید په دغه دام کې راګیر نه شو.

دا د خواخوږۍ وخت دی. د نړۍ چارچاپیره باید موږ د بیان د ازادي او زغم لپاره په قوت سره یو لاس شو او د هغو ځواکونو پرضد ودریږو چې کرکه خلقوي او بیلتون راولي″

د امریکا ولسمشربارک اوباما بیا دغه برید وحشیانه وباله او څرګنده یې کړه چې خپلې ادارې ته یې امرکړی دی، که هر راز مرستې ته اړتیا وي، هغه دې له فرانسې سره وکړي، څو دغه ترورستان د عدالت میز ته راکاږي.بارک اوباما زیاته کړه:

″په حقیقت کې دا پرخبریالانو برید دی، زموږ د رسنیو پر ازادي برید دی، دا پر دې تاکېد کوي چې ترڅه بریده دغه ترورستان زموږ له ازادي ویره لري، د بیان له ازادي د مطبوعاتو له ازادي. خو یو څه چې زه پرې یو مخ ډاډه یم هغه زموږ او د فرانسې د خلکو ترمنځ ګډ ارزښتونه دي، یو باور دی، د بیان د تعبیر ازادۍ او د بیان ازادۍ هغه ارزښتونه دي چې یو څو کسانو ته مانا نه لري او تشدد ته مخه کوي او موږ پر دې پټه خوله نه شو پاتې کېدای.″

د فرانسې پولیس د هغو دووکسانو د موندلو په لټه کې دي چې د شارلي ابدو پر مجلې له بریده وروسته په موټرکې تښتیدلي دي.

د بریتانیا صدراعظم ډویډ کامرون په لندن کې د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې دغه ډول ترورستي حملې دوی له هغو ارزښتونو په شا کولی نه شي چې باور پرې لري:

″دغه ځای او دغه هېواد په متحد شکل د فرانسې له خلکو سره د ترورزم د ټولو ډولونو پرضد ولاړ دی، موږ په مستقیم ډول د بیان د ازادۍ او ډیموکراسي دفاع ته ولاړ یوو او د برید کوونکو په څير خلک هیڅکله له موږ څخه دغه ارزښتونه نه شي اخیستلی.″

روسیې د فرانسې له خلکو سره ترحملې وروسته خواخوږي څرګنده کړه او د ولسمشر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف رسنیو ته په ماسکو کې وویل چې روسیه په دې باور ده چې ترورزم هیڅ راز نه شي توجه کېدای او له ترورزم سره جګړه په نړیواله کچه همکارۍ ته اړتیا لري.

په پاریس کې فرانسې امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې کچې ته رسولي دي. د فرانسې د مسلمانانو ټولنې دغه برید غندلی دی او هغه یې یو مخ وحشي عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG