د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ایا د افغانستان او تاجکستان پر پوله سخت دریځې وسله وال راټول شوي؟


د کندز د امنیې قومندان وايي، د افغانستان او تاجکستان د سرحد ترمنځ د هیڅ کومې سخت دریځې وسله والې ډلې کسان نه دي راټول شوي.

د نوموړې په وینا دغلته یو شمېر وسله وال وخت ناوخت غلچي برید کوي او له سیمې بیرته تښتي.

خو د تاجکستان د امنیتي سرچینو له قوله خپاره شوي راپورونه وايي چې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو وسلوالو د تاجکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمه کې د افغانستان خاوره کې راټول شوي او دوی یې د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي.

د کندز د امنیې قومندان هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د طالبانو او نورو په شمول سخت دریځو ډلو یو شمېر وسلوال د تاجکستان سره د دې ولایت په سرحدي سیمو کې راټول شوي دي.

تردې مخکې د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د افغانستان سره د دې هېواد پر پوله د یو شمېر سخت دریځو ډلو د وسلوالو د راټولیدو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.

د تاجکستان د ملي امنیت د کمیټې یوې سرچینې د روسیې د ایټرټاس خبري اژانس ته ویلي د امنیتي خدمتونو ادارې په هغو سیموکې د تاجک پوله ساتو د پیاوړي کولو لپاره اضافي تدابیر نیولي چېرې د حملو تصور کېږي.

خو د کندزد امنیې قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي دا راپورونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل:

″موږ نن د امام صاحب ولسوالۍ ته چې له تاجکستان سره شریکه پوله لري ورغلي وو.

موږ معلومات ترلاسه کړل چې هلته د دښمن وسلوال نه دي راټول شوي. دا راپورونه بنسټ نه لري.″

خو د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو یو شمېر سیمه ییز چارواکو په غرنیو سیمو کې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو د یو شمېرسخت دریځو وسلوالو د پټنځایونو جوړیدل تایید کړي دي.

د تاجکستان د وسلوالو ځواکونو ویاند فریدون محمد عليیف ازادي راډیو ته وویل، د دې هېواد وسله وال ځواکونو د هرډول ګواښ د مخنیوي تدابیر نیولي:

″د نشه يي موادو قاچاق، د تروریستي ډلو ګواښونه او نور خطرونه چې کولای شي د خلکو ورځنۍ ژوند ګډوډ کړي، د امنیتي ځواکونو له خوا دا ایجابوي چې وضیعت ته په پام هر اړخیز چمتوالی ولري.″

د تاجکستان دې امنیتي سرچینې ویلي، نا څرګندو وسلوالو کسانو د تاجکستان یو شمېرغیرې نظامیان او پوله ساتي سرتیري څو ورځې مخکې برمته کړي دي.

کله مو چې د کندز د امنیې له قومندان جنرال عبدالصبور نصرتي څخه وپوښتل که په سیمه کې وسلوالې ډلې نه شته نو، تاجک پوله ساتي چا برمته کړي نوموړي وويل، دښمنې ډلې په دې سېمه کې یو شمېرغلچکي بریدونه کوي.

د نوموړې په وینا د تاجکستان پوله ساتي په تصادفي توګه له همداسې یو برید سره مخ شوي چې د وسلوالو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

نوموړې د تښتول شویو تاجک اتباعو په اړه نور جزییات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG