د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

سالارزی: ډیر ژر به ولس د متخصصې کابیني شاهدان وي


د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالرزي
د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالرزي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د کابیني لپاره کسان مشخص شوي او ډيرژربه خلک د متخصصې او پیاوړي کابیني شاهدان وي.

د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالرزي نن مازدیګرناوخته ازادۍ راډیوته وویل، جمهورریس د کاندیدو کسانو سره په مرکو بوخت دی ترڅو له جملې یې وړکسان د افغانستان ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

د جمهوري ریاست له خوا دا ډاډ له هغې وروسته بیا ورکول کیږي چې د ولسي جرګې غړي په ټینګار سره وایي چې غیر مسلکي او نا کاره کاندید وزیرانو ته به د باور رایه نه ورکوي.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د کابینې د اعلان په اړه وروستی مرحلې ته رسیدلې او ډيرژربه افغانان نوي کاري کابینه ولري چې ټولو خلکو ته ځواب ویونکي وي.

د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالرزي ازادۍ راډیوته وویل چې د ټولو وزارتونو لپاره کافي اندازه کاندیدان شته خو له منځه یې د لایقو کسانو د ټاکلو لپاره جمهورریس د ټولو سره مرکې لري:

″ اوس مهال جمهور ریس د هرکاندید وزیر سره په مرکو بوخت دی او کله هم چې دا مرکې پای ته ورسیږي انشاالله د کابینې وروستی لست به معلوم شي.″

ښاغلی سالارزی وایي، خلک باید د مسلکي کسانو لپاره حوصله وکړي او حکومت په خپلو کړنو کې جدي دی.

نوموړی وایي، د کابیني ځنډ له دې امله شوې چې جمهور ریس له ډیر دقته کار اخلي او د هرکاندید وزیرکاري پروګرامونه ارزیابي کوي.

جمهوري ریاست په داسې حال کې د وړ،لایقو او متخصصو وزیرانو په معرفي کولو بیا ټیګار کوي چې د ولسي جرګې غړو ګواښ کړی چې که د مودو ځنډ وروسته هم ورته وړکسان معرفي نه شي دوی به ورته د باور رایې ورنکړي.

د ولسي جرګي غړی یوسف صابر وایي، ښه ده چې حکومت سر له اوسه په خپلو کاندیدانو ښه غور وکړي ځکه دوی یوازې وزیرانو ته د هغوی د پلانونو، تجربو او وړتیا په اساس رایه ورکوي:

″ هغه کسان چې وړتیا ولري ولسي جرګه ورته د باور رایه ورکوي او هغه کسان چې مسلکي نه وي او وړتیا ونه لري دوی به یې بیرته رد کړي.

شاید په ځينو خلکو څه فشار وي چې کوم وزیر باید معرفي شي خو په ولسي جرګه کوم فشار نشته موږ یوازې د وړتیا په اساس رايه ورکوو.″

جمهوري ریاست په داسې حال کې پرته له دې چې ورځ مشخصه کړي د کابینې په ژراعلان ټینګار او ملت ته ډاډ ورکوي چې له دې وړاندې په ارګ کې ځینو سرچینو ویلي وه چې د پنجشنبې په ورځ به د کابیني ډيرغړي اعلان شي.

خلک په پیل کې ترډیره د جمهوري ریاست په لومړیو پنځه څلویښت ورځو وروسته بیا په لومړیو سلو ورځو کې د کابینې اعلان ته متظروه خواوس داسې ښکاري چې دا انتظار تر نامعلومه وخته په ډيریدو دی.

XS
SM
MD
LG