د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

اتمر: ایران دې د تروریزم او نشه يي توکو په مبارزه کې همکاري وکړي


افغان حکومت وایي ایران ته د ملي امنیت د سلاکارپه سفر کې له تروریزم او مخدره موادو سره په مبارزې او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ازادۍ راډيوته وویل، محمدحنیف اتمرپه یوه رسمي دوه ورځني سفر ایران ته ولاړ او هلته یې له بهرنیو چارو وزیر او خپل ایراني سیال سره په مهمو مسالو خبرې وکړې.

له بلې خوا یو شمېرافغان څیړونکې وايي، دا چې ایران د افغانستان یو نږدې ګاونډی دی که وغواړي په اقتصادي او سیاسي برخوکې له دغه هېواد سره د پام وړ همکاري کولای شي.

له تروریزم او مخدره موادو سره مبارزه، اقتصادي همکاري او نور دوه اړخیزمسایل د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او ایراني چارواکو د خبرو اصلي محور جوړوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له ایراني چارواکو وغوښتل چې له افغانستان سره د تروریزم او مخدره موادو په مبارزه کې همکاري وکړي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، ښاغلي اتمرایران ته په سفرکې له خپل ایراني سیال او بهرنیو چارو وزیر سره په مهمو مسایلو بحث کړی دی:

″ښاغلی اتمر په یوه رسمي دعوت هلته تللی دی. له ایران سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو برخو کې اړیکې د افغانستان د ملي یووالي حکومت په لومړیتوب کې ځای لري.

ښاغلي اتمر په ټرانزیت او تجارت کې د ایران همکاري غوښتې او همداراز یې له مخدره موادو او تروریزم سره د ایران په همکارۍ ټينګار کړی دی.″

د ښاغلي سراج په خبره افغانستان تل له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو سیاست مخکې وړی او له ورته سفرونوڅخه هدف دا دی چې نورهېوادونه د افغانستان د سولې او ثبات په راوستلوکې ډېرې همکارۍ ته زړه ښه کړي.

ایراني خبري اژانسونو ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ایران د بهرنیو چارو وزیرته ډاډ ورکړی چې له دغه هېواده به هیڅکله د ایران په ضد کار وانخیستل شي.

له بلې خوا یو شمېرڅیړونکې وايي، دا چې افغان حکومت په وار وار په خپل دغه دریځ چې له خاورې به یې د ګاونډیو په ضد کار نه اخیستل کېږي ټینګار کوي افغان حکومت هم د دغه ډاډ لپاره ایران ته خپل پلاوی لیږلی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالغفور لیوال ازادۍ راډیو ته وویل، د ملي امنیت سلاکارایران ته په سفرکې ایراني چارواکې ډاډمن کړي چې افغانستان د ایران په ضد نه کارول کېږي او په بدل کې یې باید دا هېواد هم همکاري وکړي:

″اصلي هدف هم د دې لپاره و چې ډاډ ورکړي چې نه به امریکا او ناټو هیڅکله د افغانستان له جغرافیې نه ایران ته ګواښ مخ کړي.

افغانستان په دریو برخو کې کېدای شي له ایرانه د همکارۍ توقع ولري.

لومړی د عدم مداخلې اصل دوهم اقتصادي اصل دی او دریمه توقع به دا وي چې په ایران کې د افغان موجوده کډوالو سره غیر قانوني چلند ونه شي.″

د ښاغلي لیوال په خبره که ایران په افغانستان کې ځينې ایراني پلوې ډلې هم غیرفعاله کړي دا به افغانستان ته تر نورو ډېرو برخو ډېرې ګټې ورسوي.

ایران له دې مخکې په وار وار په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو په تېره د امریکا په حضور انتقاد کړی دی.

افغانستان له دې مخکې پاکستان ته هم ویلي چې له خاورې به یې چاته اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد په ضد یې وکاروي او په بدل کې یې دا هېواد هم باید خپل تشبثات بس کړي.

څیړونکې په دې باوردي چې د ملي یووالي حکومت که له ګاونډیو هېوادونو سره خپل اعلان شوی سیاست عملي کړي په اوږدمهال کې به ډېرمثبت بدلونونه راشي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG