د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

کارګران: که کابینه اعلان نه شي، مدني حرکتونه به پیل کړو


د افغانستان د کارګرانو ټولنه وايي، که حکومت، ژر تر ژره نوې کابینه اعلان نه کړي، پرضد به یې مدني حرکتونه پیل کړي.

دا خبره د دې ټولنې ريیس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړه.

ده وویل، د کابینې ځنډ په هېواد کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ، بیکاري هم زیاته کړې ده.

کارګران وايي، که کابینه اعلان نه شي او دا وضعیت دوام وکړي، ستونزې به يې له دې هم زیاتې شي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنه په هېواد کې د روانو ناامنیو، اقتصادي ستونزو او د پراختیایي پروژو د فعالیتونو ټکني کېدل، د کابیني ځڼدیدل ګڼي.

د دې ټولنې عمومي رییس معروف قادري د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، په هېواد کې روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناوړه وضعیت د کارګرانو پر ژوند او کارو فعالیت ناوړه اثر کړی او که دوام ومومي، د افغانستان د کارګرانو ټولنه به یي پر وړاندې مدني اعتراضونه پیل کړي:

″زموږ هیله ده دا وه چې له اوسني وضعیت څخه ووځو او یو بهتر وضعیت ته لاړ شو، خوله بده مرغه وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي، دې وضعیت په کارونو ناوړه اثر کړی دی، حکومت باید په خپلو ژمنو وفا وکړي.

هیله ده نوې کابینه ژراعلان کړي او که نه نو، دا اتحادیه په مدني اعتراضونه پیل کړي.″

ده وویل، د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو سل ورځې ووتې خو کومې ژمنې یي چې له خلکو سره کړې وي، عملي یي نه کړې.

ده وویل، په دې موده کې ګڼ شمېرساختماني، بار وړونکو او داسې نورو شرکتونو خپل کارونه ودرولې چې له امله یي په سلګونو کارګران له کارونو بې برخې شوي دي.

ښاغلی قادري دا هم وویل، د ملي یووالي د حکومت مشرانو ډاکټر اشرف غني او عبداله عبداله ورسره د حکومت په لومړیو کې ژمنې کړې دي چې له یو میلیونه نیولي تر دوه میلیونو کارګرانو ته به د کار زمینې برابروي خو اوس مهال لیدل کېږي چې د حکومت د مشرانو ډیر وخت په سیاسي لانجو کې تیریري.

د افغانستان د کارګرانو ټولنه په داسې حال کې د کابیني پرنه اعلانیدو انتقاد کوي.

چې کارګران هم شکایت کوي چې، د کارونو د نشتوالي له امله له بل هر وخته زیات له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دي.یوه کارګر محمد عارف ازادۍ رادیوته وویل:

″حکومتي چارې، اقتصادي کارونه ټول په ټپه دریدلي دي، کارګران بیکاره ګرځي، اقتصادي حالت یې له یوې نه بلې ته خرابیږي.

که حکومت لازم کار ونه کړي ممکن دا ستونزه، نوره هم پراخه او د خلکو ژوند تریخ شي.″

د افغانستان د کارګرانو د ټولنې د معلوماتوله مخې دمګړۍ په هېواد کې شاوخوا څوارلس میلیونه خلک دایمي کارونه نه لري او ډیرو لږو ته یې په اوونۍ یو یا دوه ورځې کارپیدا کېږي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د روان میلادي کال د ډسمبر په څلورمه، مخکې له دې چې د لندن کنفرانس ته لاړ شي، ملت ته ژمن شوی و چې، په دري یا څلور اونیو کې به نوي کابینه اعلان شي.

په عین وخت کې د جمهوري ریاست چارواکي وايي، د کابینې په جوړولو کار روان دي خو هڅې کېږي چې وړ، پوه مستحق او مسلکي کسان پر دندو وګمارل شي.

کارپوهان وايي، دولت باید وزګارو افغانانو ته د کار د زمینو برابرول په لومړیتوبونو کې وشمیري او که نه نو اقتصادي ستونزې به ډیرځوانان اړ کړي چې د مخالفینو لیکوته ورشي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG