د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

هند د افغانستان د نساجي صنعت د بیافعالولو په برخه کې همکاري پیلوي


هندوستان غواړي د افغانستان سره د نساجي صنعت د بیافعالولو په برخه کې همکاري پیل کړي.

د دې همکاریو تړون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او په افغانستان کې د هند د سفیرله خوا په کابل کې لاسلیک شو.

افغان چارواکې وایي چې د دې تړون له مخې به هند د نساجي فابریکو په جوړولو او تجربو شریکولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او دا هېواد به وتوانیږي چې په دې برخه کې ډیرژرخپلې داخلي اړتیاوې پوره کړي.
په داسې حال کې چې د افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره د کاري بوختیا په اړه اندیښنې ډيرې شوي هندوستان غواړي چې په یوه نوي اقدام کې د افغانستان سره د نساجي صنعت په بیا را ژوندي کولو کې همکاري وکړي.

د دې نویو همکاریو تړون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او په افغانستان کې د هندوستان سفارت له خوا لاسلیک شو چې له مخې یې هندوستان په افغانستان کې د نساجي فابریکو د بیارغولو په برخه کې کارکوي او خپلې تجربې به له افغانانو سره شریکې کړي.

په کابل کې د هندوستان سفیر شیري امرسینها وایي، افغانان لا د مخه په دې برخه کې ښه کاري ځواک لري او دوی خوشحاله دي چې افغانان په تولیدي برخو کې په خپلو تولیداتو بسیا وویني:

″موږ پوهیږو چې افغانستان د نساجي په برخه کې عمده فابریکې درلودې اوس چې موږ دا همکاري پیلوو فکرمو دا ده چې په نوي کال کې د نوي افغان حکومت سره د پرمختګ په برخه کې څه کارونه وکړو چې د نساجي صنعت بیا را ژوندي کړو.

افغانستان لا د مخه په دې برخه کې ښه انرژي لري او موږ مرسته کوو چې د افغانانو سره خپلې تجربې شریکې کړو، هغوی ته ټکنالوجي ورکړو او ویجاړې فابریکې بیا ودانې کړو موږ دې همکاریو ته خوشحاله یو.″

ښاغلی سینها وایي، چې د داسې بنیادي پروژو له لارې غواړي افغانانو ته تراوږدې مودې کاري فرصتونه ایجاد او افغانستان په سیمه کې پخوانی اقتصادي ارزښت ترلاسه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزرات چارواکي وایي چې هندوستان د نساجي په برخه کې ښه تجربه لري او د دې تړون له مخې به هندوستان د افغانانو سره د تخنیکې مرستو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې او تجربو شریکولو برخه کې همکاري وکړي.

د دې وزارت سرپرست مزمل شینواري وایي چې په هېواد کې د نساجي د برخې خام مواد ډیردي او دوی به د دې تړون له مخې هڅه وکړي چې د داخلي ضروریاتو د رفع کولو څخه وروسته د دې برخې تولیدات هم تر نړېوالو بازارونو ورسوي:

″موږ خپله په داخل د هېواد کې ډير زیات ضرورت لرو او له همدې امله کوښښ کوو چې د نساجي تولیداتو برخه بیا را ژوندي کړو او د هغې په اساس د دې سکتور له لارې د افغانستان د خامو موادو څخه چې په هېواد کې ډير زیات دي استفاده وکړو لومړې خپلې اړتیاوې پوره او بیا یي خارج ته هم صادر کړو.″

افغانستان چې په یوه وخت کې یې د سیمې په کچه د نساجي تر ټولو مشهورې فابریکې درلودلې اوس داسې ښکاري چې دا صنعت په هېواد کې په ټپه ولاړ دی.

که څه هم د سوداګرۍ وزارت د ضرورت وړنساجي تولیداتود اندازې په اړه ارقام نه لري خو ویل کېږي چې دا مهال په هېواد کې یوازې بلژیکې او بریتانیې دوه فابریکې په دې برخه کې کار کوي چې د هېواد ضروریات په هیڅ توګه نه شي پوره کولای.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG