د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

خوست: په موټربم چاودنه کې ۳ وسله وال وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي


نن د چهارشنبې په ورځ خواوشا یوولس بجې د خوست ښارلویدیځ لوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیزمرکز د دریو تنو ځانمرګو برید کوونکو له خوا برید وشو.

د پولیسو روزنیز مرکز سره نږدې په پیل کې د یو سراچه موټر په واسطه موټر بم برید وشو او وروسته دوه تنه نور ځانمرګيو برید کوونکو د پولیسو په مرکز پلی برید وکړ، چې وروسته یاد دوه ځانمرګي بریدګر هم د پولیسو له خوا له منځه ولاړل.

د پيښې په ځای کې خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې په دې برید کې درې واړه ځانمرګي بریدګر وژل شوي، خو د دوی درې تنه پولیس هم برسیرن ټپیان شوي دي.فیض الله غیرت د پيښې په اړه داسې وویل:

″د وطن دښمنانو غوښتل، چې زموږ د پولیسو په یو ماموریت باندې، زموږ په یو ماموریت سمت باندې موټر بم انتحاري حمله وکړي، چې کله موټر بم دې ځای ته رارسیږي، او په مرکز باندې حمله کوي، بعد له دې نه د دوی دوه نفره پیاده کېږي، چې هغو سره بم دستي او وسلې ورسره وې، خوشبختانه چې زموږ د شجاعو او قهرمانو پولیسو له خوا چې دوی د پهره دارۍ په برجونو کې ناست وو، البته په ظرف دې دوه یا درې دقیقو کې دوی له منځه ځي، د دوی درې نفره له منځه تللي دي، د دوی سلاح هم پاتې ده، او زموږ دوه نفره قهرمان پولیس سطحي زخمیان شوي دي.″

د دریم ساتمن حلیم خان په نوم یو تن ځوان پولیس چې په دې برید کې په لاس ټپي شوی د خپلو سترګو کتلی حالت داسې بیان کړ:

″چې کله موټر بم برید وشو، ټوله قطعه خړو ګردونو ونیوله، د کوټر څخه سامانونه راتوی شول، لیټونه راوغورځيدل، ما په خپلو سترګو دوه نفره ولیدل، چې ماسره په جنګ بوخت وو، نور هغه کسان چې انفجار يې وکړ او ځانمرګي بریدونه يې وکړل، هغوی ما ونه کتل چې څو نفره وو، څه يې کول، ما یوازې دوه نفره دې شنه ټاور تر څنګ ولیدل.″

د خوست امنیتي چارواکېو دا هم وویل، چې د برید نږدې ټوله سیمه د افغان امنیتي قواوو له خوا پلټل شوې او تصفیه شوې ده.

د خوست د ولایتي روغتون یو تن ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې دوی ته د درملنې له پاره درې تنه پولیسان وروړل شوي، خو روغیتايي حالت يې ښه دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ویلي، چې د دوی ملګرو د پولیسو په اکاډمی ډله ییز برید کړی او افغان سرتیرو ته يې درانه تلفات اړولي دي.

د یادونې وړ ده، له دې ډله ییزو ځانمرګو بریدونو ایله دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار لویدیز لوري ته د کونډیو د صحرا سره نږدې د پولیسو او ولایتي قواوو له خوا دوه تنه ځانمرګي بریدګر وژل شوي ول.

پخوانی

امنیتي چارواکي وایي، چې د خوست په ښار کې د پولیسو یو روزنیز مرکزته نږدې موټربم چاودنه کې درې وسله وال وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي.

د خوست امنیه قومندان مل پاسوال فیض الله غیرت نن ازادۍ راډیو ته وویل چې، پيښه ننترغرمې مخکې د خوست ښارپه لویدیځ کې شوې.

طالبانو د پيښې مسولیت منلی دی.

د یو بل خبرله مخې، د کندهارد پولیسو ویاند ضیا دراني ازادۍ راډیو ته وویل چې، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې لس ملکیان ټپیان شوي چې د دوو حالت نازک دی.

د کندهارسیمه ییز چارواکي همداراز وایې چې، په ژړۍ ولسوالۍ کې هم د ماین په چاودنه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

پخواني:

نن ورځ خواوشا یوولس بجې د خوست ښار لویدیزلوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکز د دریو تنو ځانمرګو برید کوونکو له خوا برید وشو.

د لومړنیو مالوماتو له مخې په دې برید کې درې واړه ځانمرګي بریدګر وژل شوي او درې تنه پولیس هم برسیرن ټپیان شوي دي.

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان مشال راډیو ته وویل، چې د دوی لومړني مالومات دا دي، چې درې واړه ځانمرګي بریدګر په یو موټرکې سواره ول او مخکې له دې چې د موټربم چاونه وکړي، د پولیسو له خوا وپيژندل شول، کله چې د وسله والو او پولیسو ترمنځ ډزې تبادله شوې، په دې حالت کې برید کوونکو خپل موټر ته چاودنه ورکړه.

نوموړي وویل، چې په دې برید کې درې تنه پولیس ټپیان شوي دي.

بریالي روان زیاته کړه، چې ټوله سیمه د افغان ځواکونو له خوا کلابند شوې او پرحالاتو افغان ځواکونه واکمن دي.

د خوست د ولایتي روغتون یو تن ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې دوی ته د درملنې له پاره درې تنه پولیسان وروړل شوي، خو روغتیايي حالت يې ښه دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ویلي، چې د دوی ملګرو د پولیسو په اکاډمی ډله ییز برید کړی او افغان سرتیرو ته يې درانه تلفات اړولي دي.

پخواني:

د خوست ښارپه لویدیځ کې د پولیسو د تعلیمي مرکزمخې ته یوه انتحاري او یوه موټر بم چاودنې شوې دي.

چارواکو تراوسه د پيښې د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي خو، له سیمې د ازادۍ راډیو خبریال وایې چې، د چاودنې له سیمې د ډزو اوازونه هم اوریدل شوي دي.

د یوبل خبر له مخې، چارواکي وایې نن سهارد جلال اباد ښارپه څلورمه ناحیه کې د یوه قاضي په موټرکې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې دغه قاضي وژل شوی او دوه ماشومان یې ټپیان دي.

د دې پيښو مسولیت لاتراوسه کومې ډلې نه دی منلي.

اخوا د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل نن ازادۍ راډیوته وویل چې، وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د یوه شرکت شپږکارکونکي وژلي او دوه نور یې یرغمل نیولي دي.

طالبانو بیا وژل شوي کسان د استخباراتو غړي بللي او شمېریې دولس ښیې.

د کندهار سیمه ییز چارواکي هم وایې چې، نن سهارپه دغه ولایت کې دوه تنه په جلا پيښو کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

پخوانی:

نن ورځ یوولس بجې د خوست ښار لویدیځ لوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکز موټر بم برید وشو.

وروسته، د پولیسو د روزنیز مرکز په منځ کې هم د قوي چاودنې غږ واوریل شو او په تعقیب يې د سپکو وسلو ډزې وشوې.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته د برید پخلی وکړ او ویې ویل چې ټوله سیمه د افغان ځواکونو له خوا کلابند شوې، خو د تلفاتو او زیانونو په تړاو يې تر اوسه مالومات نشته.

د مشال راډيو خبریال وايي، چې د پيښې ساحه کلابند ده، خو اوسمهال په کې د ډزو غږ نه اوریدل کیږي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG