د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

"له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ایستلو په اړه د اوباما دریځ نه بدلیږي"


د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسوول جاش ارنسټ
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسوول جاش ارنسټ

سپينې ماڼۍ د جمهور رییس محمد اشرف غني د دې خبرې په اړه چې امریکاښايي وغواړي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو پر مهال ویش له سره غور وکړي؛ ویلي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې اړه څرګند دریځ لري او نه بدلیږي.

خو د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسوول جاش ارنسټ پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې متحد ایالات به له تروریزم سره خپله مبارزه جاري وساتي:

"هغه خبره چې ولسمشر اوباما یې په اړه ډير څرګند دریځ درلود؛ په افغانستان کې زموږ ستراتیژي ده چې د کال په ختم کې داسې حالت ته ورسیږو چې امریکايي پوځيانو ته د افغانستان ماموریت پای ته رسیدلی وي. افغانان اوس په بشپړډول د خپل هیواد د امنیت ټینګولو مسولین دي."

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویاند سټیف وارن هم وویل چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پلانونه پر ځای دي او په مهال ویش کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.

په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت تیره میاشت پای ته ورسید.

د ناټو اروپايي غړو او امریکا پریکړه کړې چې د دې هیواد د امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره دیارلس زره عسکر په دې هیواد کې وساتي چې لس زره او اته سوه به یې امریکاييان وي.

سټیف وارن پرون وویل چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر ۵۰۰۰ ته را کموي او د راتلونکي کال په پای کې به یې د عسکرو شمیر یوازې په کابل کې د امریکا د سفارت د امنیت ټینګولو په حد کې وي.

خو د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسوول جاش ارنسټ پرون خبریالانو ته وویل چې امریکا به د ټروریزم ضد مبارزه جاري وساتي.

"په افغانستان کې د امریکا د پوځ او د ناټو په مشرۍ د ایتلافي ځواکو د حضور دوام؛ دوه نور ماموریتونه لري. لومړی، له تروریزم سره جنګ دی څو د القاعده پاتې شوې ځالې له منځه یوسو؛ څو هغوی بیا د امریکا ګټو او د سیمې ثبات ته ګواښ جوړ نه کړي.

زموږ په فکر، په افغانستان کې د امنیتي ځواکونه د ښې روزنې او تجهیز لپاره د امریکا حضور ته اړتیا ده؛ څو د هغو تروریستانو پر ضد وجنګیږي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پيښوي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یک شنبې په ورځ له امریکايي ټلویزون [CBS] سره په مرکه کې وویل:

"که داسې ده چې دواړو خواوو او دلته په افغانستان کې چې څو لوري مطرح دي، ټولو هدف ته د رسیدو لپاره خپل وس په کار اچولی او ریښتینی پرمختګ شوی؛ نو پر ضرب الاجل د بیا غور لپاره علاقمندي هم باید وي."

د وسله والو طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو له هر ماموریت سره مخالفت لري او د افغان حکومت پر ضد به جنګ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG