د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

پویا: د خبریالانو په وړاندې ۸۰ فیصده تاوتریخوالی د حکومتي چارواکو له خوا شوی


حمید پویا د رسنیو د بازار د بنسټ مشر
حمید پویا د رسنیو د بازار د بنسټ مشر

د رسنیو بازارپه نوم یو بنسټ وایي چې ۲۰۱۴ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره له ګواښونو ډک کال وو.

دا په داسې حال کې ده چې، خبریالان او د بیان د ازادۍ ملاتړي ادارې وایي چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د حکومت د بې غوری له امله زیات شوی دی.

خو د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت په داسې حال کې چې د خبریالانو په وړاندې شوي پيښې د اندیښنې وړ بولي وایي چې د خبریالانو وضعیت د ښه کیدو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د خبریالانو او رسنیو د حقونو د ملاتړ ادارې وایي، په وروستیو کلونو کې د حکومت له خوا د خبریالانو ژوند ته نه پاملرنه د دې سبب شوې چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ګراف لوړ شي.

د رسنیو د بازار بنسټ وایي، له دې سره چې افغان مشرانود کمپاین په دوره کې ترټولو ډیرې هیلې خبریالانو ته ورکړي وې خو په عمل کې د همدې مشرانو په دوره کې د دولتي چارواکو له خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ډيرې شوي دي.

د دې بنست مشرحامد پویا د سې شنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې وویل، چې په تیر۲۰۱۴ میلادي کال کې د خبریالانوپه وړاندې اتیا فیصده تاوتریخوالی د حکومتي چارواکو له خوا شوی دی:

″په تیرو دیارلس کلونو او په تیره بیا د نوي حکومت د کار له پیلیدو راپه دیخوا د دولت له خوا د ژورنالستانو مصونیت لپاره د باورمندی نه شتون د دې سبب شوي چې تاوتریخوالی ډیر شي، بدبختانه چې دې مشرانو د انتخاباتي شعارونو په وخت کې خبریالانو ته هیله مندی هم ورکړي وې خو موږ ترټولو ډير تاوتریخوالی د همدې حکومت په دوره کې درلوده.″

دا بنسټ په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي علتونه په وروستیو کې د ناامنیو زیاتیدل، د انتخاباتو اوږد جنجالي بهیراو په عدلي او قضايې ارګانونوکې د خبریالانو دوسیوته په وخت نه رسیدګي بولي.

له دې وړاندې نۍ یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې هم ۲۰۱۴ میلادي کال د خبریالانو لپاره خونړی بللی وو او ویلي یې وو، چې په دې کال کې یې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي یوسل او پنځه ویشت پیښې ثبت کړي دي.

د راپورونو په اساس په دوه زره څوارلسم کال کې اته افغان خبریالان وژل شوي نهه نور ټپي شوي او تر ۱۱۰ نور له فزیکي چلند یا ګواښ سره مخ شوي دي.

له دې سره چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات تیر ۲۰۱۴ میلادي کال د افغان خبریالانو د ژوند لپاره ښه کال نه یادوي خو دا ردوي چې د نوي حکومت له راتګ سره دې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ډيرشوی وي.

د دې وزرات سرپرست نبي فراهي ازادی راډیو ته وویل د خبریالانو د بیلا بیلو ټولنو سره یې د خبریالانو د و ضعیت په اړه خبرې کړي او ډیر امید شته چې افغان خبریالان به ښه وختونه په مخکې ولري:

″د ژورنالستانو او بېلابېلو اتحادیو په ګډون په قوانینو باندې کار شوی چې د ژورنالستانو د حقوقو او امتیازاتو لپاره کار وکړو چې په دې برخه کې مو ټول خبریالان او د دوی اتحادیې په امتیازاتو کې شریکې کړيدي او دولت ورته خاصه پاملرنه کوي.

له نیکه مرغه تر ډيره دا مسایل حقوقي چوکاټ ته لویدلي او انشاالله هر څه په ښه کیدو دي.″

له دې ټولوسره د رسنیو او خبریالانو د حقوقو ملاتړي ادارې د افغانستان د ملي وحدت حکومته غواړي چې د افغان خبریالانو وضعیت د ښه کیدو لپاره په هغو ژمنو عمل وکړي چې دواړو مشرانو د کمپاینونو په وخت کې له خبریالانو سره کړي دي.

XS
SM
MD
LG