د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

"ولس باید له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه په جریان کې وي"


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، دوی له وسله والو مخالفینو سره د سولې د مشروطو خبرو ملاتړ کوي؛ خو په دې ټینګار کوي چې باید په اړه یې خلکو ته هم معلومات ورکړل شي.

د مشرانو جرګې یو شمیر غړیو پر حکومت انتقاد وکړ چې چین ته یې د طالبانو د یوه پلاوي د وروستي سفر په اړه هیڅ ډول تبصره نه ده کړې.

د دغې جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځ په عمومي غونډه کې د سناتورانو تر انتقاد وروستهوویل چې دوی په مشروط ډول له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو غوښتونکي دي؛ خو په وینا یې چې ملت هم باید ورسره په جریان کې وي.

"د سولې خبرې که په چین کې وي یا کوم بل ځای کې؛ موږ یې تاییدو. هغه سوله چې د افغانستان اساسي قانون او دیارلس کلنو لاسته راوړنو ته په کې احترام شوی وي. په کوم شکل چې طالب راځي او چارواکو چې ورسره خبرې کړي؛ ملت باید پرې آګاه کړي."

دا انتقادونه له هغې وروسته و شول چې په وروستیو کې یو شمیر رسنیو چین ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر په اړه راپورونه خپاره کړل؛ خو د افغانستان د سولې عالي شورا په دې برخه کې بې خبري وښوده.

چین ته د طالبانو پلاوی وروسته له هغې سفر کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د حکومت په لومړیو ورځو کې دغه هیواد ته سفر وکړ او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د چین رول ګټور و باله.

xچیني چارواکو په سیاسي او اقتصادي برخو کې ولسمشر سره د همکاریو د پیاوړتیا د ژمنو تر څنګ په دغه هیواد کې د سولې او امن د راوستلو لپاره هم د هڅو ژمنه وکړه.

د سولې عالي شورا سره له دې چې د افغانستان د سولې په برخه کې د ګاونډیو له هڅو هرکلی کوي؛ له دې بهیره د خلکو خبرول هم د هغوی حق بولي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد آزادي راډیو ته وویل چې دغې شورا تر اوسه داسې کوم ګام نه دی پورته کړی؛ چې خلک دې په جریان کې و نه اوسي:

"که طالبانو د سولې د مذاکراتو په خط باندې یو ګام ایږدي؛ دا که له ګاونډیو هیوادونو سره د تفاهم له لارې وي یا مستقیم له افغان دولت سره وي؛ هغه موږ خوښوو. خو تر اوسه د سولې د عالي شورا له خوا داسې کوم ګام نه دی اوچت شوی. سوله د خلکو حق دي. چې که په دې هکله کوم ګام اوچت کیږي؛ ملت به په چریان کې ساتو."

خو دا یوازې د ملي شورا د غیړو غوښتنه نه ده.

عام خلک هم په دې باور دي چې حکومت باید له وسله والو مخالفینو سره د سولې په خبرو کې نه یوازې دا چې خلک په جریان کې وساتي؛ بلکې له هغوی سره مشوره هم وکړي.

خلک له دې ویره لري چې د سولې په خبرو کې داسې کومه پریکړه و نه شي چې په افغانستان کې د څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنې له منځه یوسي. هغه څه چې حکومت یې په اړه تل ډاډ ورکوي.

XS
SM
MD
LG