د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

پنټاګون: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالویش نه بدلیږي


د امریکا د دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېرد کمولو لپاره مخکې له مخکې ټاکل شوی مهال ویش به بدل نه شي.

د دفاع وزارت / پنټاګون ویاند سټیف وارن وویل چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پلانونه پرځای دي او په مهالویش کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.

په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت تیره میاشت پای ته ورسید.

د ناټو اروپايي غړو او امریکا پریکړه کړې چې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره دیارلس زره عسکر په دې هېواد کې وساتي چې لس زره او اته سوه به یې امریکاييان وي.

د پنټاګون ویاند ستیف وارن پرون وویل چې د روان کال ترپایه په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۵۰۰۰ ته را کموي او د راتلونکي کال په پای کې به یې د عسکرو شمېریوازې په کابل کې د امریکا د سفارت د امنیت ټینګولو په حد کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرمحمد اشرف غني په یوه مرکه کې چې نوې خپره شوې، ویلي چې امریکا ښايي له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پرمهال ویش له سره غور وکړي.

ولسمشرغني د یکشنبې په ورځ له امریکايي ټلویزون [CBS] سره په مرکه کې وویل:

″که داسې ده چې دواړو خواوو او دلته [په افغانستان] چې څو لوري مطرح دي، ټولو هدف ته د رسیدو لپاره خپل وس په کار اچولی او ریښتینی پرمختګ شوی نو پر ضرب الاجل د بیا غور لپاره علاقمندي هم باید وي.″

د وسله والو طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له هرماموریت سره مخالفت لري او د افغان حکومت پر ضد به جنګ ته دوام ورکوي.

یو شمېرکارپوهان په دې باوردي چې د امریکا ولسمشرښايي په نهایت کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ضرب الاجل ته بیا کتنه وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادرځاځي وطندوست ازادۍ راډیوته وویل چې ولسمشراوباما غالبا پر دې مساله غور پيل کړی خو د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ اخلاف دی:

″زه فکر کوم چې داسې پلان شته خو جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان لا په خپل منځ کې پرې جوړ شوی نه دی.

زما په فکر که وضعیت په افغانستان کې د اوس په څير دوام وکړي نو د عسکرو پاتې کیدل یا زیاتیدل به زموږ په ګټه وي.″

ولسمشراوباما د جمهوري ریاست لپاره په دواړو انتخاباتي مبارزو کې له رایې ورکونکو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان او عراق جګړې به پاي ته رسوي او ټول امریکايي عسکر به کورته ستنوي.

دې مسالې ته په اشاره، یو شمېرڅارونکي باورڅرګندوي چې بارک اوباما د ولسمشرغني پر وروستیو خبرو اتکا کولای شي څو خپلو خلکو ته د عسکرو د ستنولو په پلان کې ممکن بدلون توجیه کړي.

XS
SM
MD
LG