د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

"د غیر مسوولو وسله والو د بې وسلې کولو لپاره پراخ پروګرامونه په پام کې لرو"


د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي

د کابل امنیه قوماندان وايي، چې د ملي وحدت حکومت په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې له غیر مسوولو وسله والو کسانو څخه د وسلو په راټولو کې جدي دی.

امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ حکومت جدي تصمیم نیولی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په کابل ښار کې غیر مسوولې وسله والې ډلې ولري.

"لکه څه ډول چې لازمه وه په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل ښار کې خلک نه دي بې وسلې شوي؛ ځکه په افغانستان کې کلونه کلونه جګړه وه چې دې ته د ملي وحدت حکومت پراخ او کوټلي پروګرامونه په پام کې لري چې انشاءالله دغه ګامونه به اخلو."

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې په کابل ښار او اړوندو ولسوالیو کې ۱۳۴ میله بېلابېلې وسلې نیولي او په تړاو یې ۹۷ مشکوک کسان هم نیولي چې دا مهال ترې تحقیقات پيل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشبنې په شپه د څلورمې ناحیې اړوند د لب جر په سیمه کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو ترمنځ جګړه وشوه چې یو کس په کې ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په جګړه کې ښکېلو لورو د وسلو رسمي جوازونه درلودل چې دا مهال نیولي شوي اوتر تحقیقات روان دي.

د امنیتي چارو افغان کارپوهان د حکومت د وسلو راټولو اقدام نه هرکلی کوي او واييحکومت باید د هغو کسانو د وسلو جوازونه هم له سره وګوري چې پخوا یې ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر وايي؛ له غیر مسوولو وسله والو سره په خوا کې هغه کسان چې په رسمي جوازونو وسلې کرځوي هم خطرناک دي:

"زه په دې فکر یم، لومړی هغه کسانو ته چې د وسلې ګرځولو رسمي جوازونه ورکول کیږي؛ ښه مطالعه شي او جوازونه داسې کسانو ته ورکړل شي؛ خپل دې وسلې کنټرول ولري، نه دا چې په خپلو منځونو کې په همدې وسلو جګړه وکړي."

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي چې په کابل ښار کې یو ۱۰۷ غیر مسوولې وسله والې ډلې فعالیت لري.

له دې وړاندې افغان حکومت په کابل، بغلان او پروان ولایتونو کې د غیر مسوولو وسله والو پر ضد کمپاینونه پيل کړی چې تر د امهال کومې څرګندې لاس ته راوړنې نه لري.

د امنیتي چارو افغان کارپوهان وايي؛ ترهغې چې حکومت د بې وسلې کولو په برخه کې بې پرې توګه عمل ونه کړي ګرانه به وي چې په افغانستان کې د کلونو کلونو غیر مسوول وسله والو کسان بې وسلې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG