د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

مسعود: پراختیایي او ټولنیزې پروژې به په کلیو او بانډو کې پیل شي


د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د جمهور رییس ځانګړی استازی وايي؛ نوی حکومت به لکه د پخوا په شان یوازې پاملرنه په مرکز نه کوي؛ بلکې هڅه به یې دا وي چې ډيرې پروژې په لرې پرتو سیمو او کلیو کې عملي شي.

احمد ضیا مسعود چې د یکشنبې په ورځ یې د لسو ولایتي شوراګانو استازو ته د هغوی د مسولیتونو د ورپیژندلو په غونډه کې خبرې کولې؛ وویل چې په دې کار سره به د ولایتي شوراګانو مسولیتونه ډیر شي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به د خلکو ضروریات په ښه شان له حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

ښاغلي مسعود وویل، په کلیو او بانډو کې د پروژو له عملي کولو سره به خلک په خپلو سیمو کې بنیادي تغیرات وویني او په خپل حکومت به باور ډير کړي.

"تر هغې چې د ولایت په کچه د کوچنیو اداري واحدونو څخه پراختیا پیل نه شي بدلون نه راځي؛ که چیرې زموږ ټولې هڅې په مرکز کې وي ولایتونه؛ ولسوالۍ او کلي مو هیر کړي وي، هماغه شان چې دیارلس کاله تیر شول؛ که داسې دیارلس نور کلونه هم تیر شي بیا هم نه شو کولای مثبت بدلون راشي."

نوموړي د ولایتي شوراګانو له استازو څخه وغوښتل چې له حکومت سره د اقتصادي او نورو ټولنیزو پروژو په عملي کولو کې خپلې مرستې ډيرې کړي.

دې غونډې ته چې د ولایتي شوراګان په لسګونو نوي استازي د خپلو مسولیتونو د پيژندلو لپاره راغلي وو؛ له حکومته غوښتنه وکړه چې په ځينو برخو کې د دوی صلاحیتونه ډير کړي.

د کابل د ولایتي شورا استازي واقف الله روحاني ازادی راډيو ته وویل؛ حکومت په داسې حال کې دوی ته سپارښتنې ډيروي چې د څارنې څخه پرته نور څه نه شي کولای.

"زموږ یوه انتخابي اداره ده نو باید اختیارات هم ولرو او لکه د ولسي جرګې او سنا په شان ځینې کارونه وکولای شو؛ اوس موږ یوازې عادي نظارت لرو او که بودجه پاس کیږي او یا په ولایت کې څه تغیرات راځي؛ زموږ نه پوښتنه نه کیږي او حتا خبریږو نه نو نظارت څه معنا؟"

نوي وکیلان له حکومته غواړي چې په انکشافي بودجه کې د دوی نظر واخستل شي؛ د وزارتونو سره مستقیمې اړیکې ولري؛ ولسمشر او ملي شورا هرې درې میاشتې وروسته د دوی کارونه وارزوي چې تر اوسه دا کار د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې کاوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي؛ د دې دری ورځنې کنفرانس په پای کې به د ولایتي شوراګانو استازي له جمهور رییس اشرف غني سره وګوري او ورڅخه به په ځینو برخو کې د صلاحیتونو د لوړولوغوښتنه وکړي.

د افغانستان د څلور دیرشو ولایتونو ولایتي شوراګاني ټول ۴۵۸ غړي لري چې په خپلو ولایتونو کې له اداري کارونو څخه څارنه کوي.

په داسې حال کې چې د ولایتي شوراګانو د پخوانیو دوو دورو له کارونو څخه خلک بشپړ رضایت نه لري؛ نوي وکیلانو مسولیتونه اخستي او له خلکو سره یې هم د پخوانیو وکیلانو په شان د ډیرو کړنو ژمنې کړي.

خو دا چې بریالي شوي نوي وکیلان به چې دا ځل ډيره برخه یې ځوانان جوړوي په خپلو کارونو کې څومره بریالي وي او یا له حکومت څخه څه اضافه صلاحیتونه غوښتلی شي؛ دا بهله وخت سره معلومیږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG