د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د لوی کندهار مشران د خپلو ستونزو د حل لپاره یوه واحده شورا جوړوي


د لوی کندهار د څلورو ولایتونو مشرانو او مخورو په کابل کې په یوې ناسته کې وویل؛ ناامنیو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ناوړه شرایطو د کندهار، زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو اوسیدونکي له ستونزوسره مخامخ کړي دي.

د هیواد د څلورو جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو کندهار، هلمند، زابل او ارزګان، پوهانو، مشرانو او مخور په دې نظر دي چې په دغې لویې پرته سیمه کې د ناامنیو؛ سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره د یادو ولایتونو پر سطح یوه واحده شورا جوړه کړي.

دوی د شنبې په ورځ په کابل کې یوه ناسته جوړه کړې وه چې د سیمې په سلګونو اوسیدونکو په کې برخه اخیستې وه.

دوی ویل، په دغه لویه سیمه کې چې یووخت د کرنې، صنعت، تجارت او تعلیم ستر مرکزونه وو؛ نن سبا د ناامنیو او بربادیو شاهده ده.

د دوی په وینا، د دې وخت رارسیدلی چې د څلورواړو ولایتونو اوسیدونکي هم په خپلو کي سره یوموټی شي او هم پر حکومت فشار راوړي چې روانه ویجاړوونکې ستونزه له مینځه یوسي.

په ولسي جرګې کې د زابل د خلکو استازي قادرقلاتوال وویل:

"د څلورو ولایتونو د خوندیتوب لپاره یووالی ضروري دی؛ دا سیمه نن سبا د خونړیو جنګونو شاهده ده؛ باید لاس سره یو کړو چې دغه کشتۍ په ګډه سره ساحل ته روغه رمټه ورسوو."

د غونډې ګډونوالو ویل، په څه باندې دیارلسو کلونو کې د دې سیمې خلکو د جنګ له ارامه ساه وانه خیسته؛ هره ورځ يې په سیمو یوه کورنۍ د خپل خواخوږي په مرګ ژوبله ویرجنه کیږي.

دوی ویل، دښمن له بل هروخت څخه زیات د لوی کندهار ولایتونو په نښه کړي او حملې یې پرې زیاتې کړي دي.

دوی د هملند ولایت د سنګين په ولسوالۍ کې د دوه ورځې مخکې پیښې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د یو واده پرمراسمو د توغندي د لګیدو په پیښه کې

څه باندې شل تنه ووژل شول او په لګسونو په کې ټپیان شول.

دغوڼدې ګډونوالو ویل، ترهغې چې د لوی کندهار د سوکالۍ او ابادۍ لپاره حکومتي چارواکو؛ قومي مشران، مخور او روښانفکران مسوولانه هڅې ونه کړي.

دوی وویل، پریکړه یې کړې چې د لوی کندهار په نامه یوه مسووله شورا جوړه کړي؛ څو د ستونزو حل ته، حکومتي چارواکو ته هم مشورې ورکړي او هم ورسره مرستې وکړي.

امین الله توخې وویل:

"د دې ولایتونو روغتیا، کرنې، معارف، صنعت او داسې نورو پروژوسره بې چلند شوی، د دې د خوندیتوب لپاره د یوې شورا جوړول ضروري چې وکیل، قوماندان، ولسوال، والي او داسې نورو چارواکو ته مشورې ورکړې او مسوولیتونو ته يې متوجه کړي؛ دا شورا په هیوادنۍ چاروکې استثنا نه مني."

د کندهار، زابل، هملند او ارزګان د اوسیدونکي له خوا د لوی کندهار په نامه د شورا جوړېدو ته په داسې حال تصمیم نیول کیږي چې د هلمند ولایت درې څلور شمالي ولسوالۍ له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو او امنتیي ځواکونو ترمینځ د نښتو شاهدانې دي؛ همدارنګه راپورونه وايي چې د کندهار په ځینو ولسوالیو کې امنتي وضعیت ډاډمن نه دي او سربیره پر دوی؛ د زابل یوشمېر سرحدي ولسوالیو ته هم د مخالفینو ګواښونه پرځای پاتې دي.

کارپوهان وايي، اوسمهال چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسیدلی؛ حکومت باید په په جنوبي او جنوب لویدیځو سیمو کې د ځواکونو کمیت او کیفت ته تدابیر جدي کړي.

امنیتي چارواکي وايي، ناامنه سیمو ته يې د عملیاتو پلانونه تنظیم کړي

او له مهال ویش سره سم ترسره کیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG