د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۲

د ایرایشیا لوېدلې الوتکې ۴ لویې ټوټې دسمندر په تل کې موندل شوي


د ایرایشیا هوایي شرکت د رالویدلې مالیزیايي الوتکي څلور لویې ټوټې د اوبو په تل کې موندل شوي دي.

انډونیزیایي چارواکي وايي، د ځانګړو وسایلو په مرسته یې د ایر ایشیا د لویدلې الوتکې څلور لویې ټوټي د اوبو په تل کې موندلي دي.

داسې ښکاري چې تر ټولو لویه ټوټه چې اتلس متره اوږده او څلور نیم متره عرض لري؛ د الوتکې د بدنې یوه برخه وي.

د اوبو د لویو څپو له کبله تراوسه د ژغورنې کسان نه دي توانیدلي چې تر اوبو لاندې ولاړ شي او دا ټوټه وارزوي.

د روسیې د سفارت یوه لوړ رتبه چارواکي الکسانډر شیلین؛ انډونیزیا ته د دغه هیواد د ژغورنې ډلې تر رسېدو وروسته په یوه خبري غونډې کې خبرې کولې؛ وویل:

"ما دلته له هغې کښتۍ څخه هم کار اخستی چې له لیري ځایه کنټرولیږي. هغه یوې کوچنۍ اوبتلې ته ورته ده؛ خو ډیره کوچنۍ چې ښایي شاوخوا ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن ولري او کولی شي؛ تر ۳۰۰ متره عمقه پورې فعالیت وکړي. فکر کوم هغه به د دې ډول شرایطو لپاره کافي وي."

د ژغورنې ډله هیله لري چې ډیری ورک شوي مسافر او عمله به ښایي د الوتکې په بدنې کې وي.

تراوسه د جاوا سمندر په سیمه کې د لټون په نتیجه کې دیرش مړي موندل شوي دي.

د ایرایشیا هوايي شرکت مالیزیايي الوتکه د ډسمبر پر ۲۸ نیټه له ۱۶۲ تنه مسافرو سره په بحر کې راولویده. ویل کیږي له دې شمیرې ۱۵۵ تنه یې انډونیزیایان وو.

دغه الوتکه د انډونیزیا له سورابایا ښار څخه د سنګاپور په لور روانه وه. د هوا خرابوالۍ د دې پیښي یو دلیل ګڼل کیږي. د هوايي ټرافیک له کنټرولوونکو سره د اړیکې تر پرې کیدو دمخه پیلوټ ویلي وو چې له ډیرو سختو وریځو ته ورنژدې کیږي.

XS
SM
MD
LG