د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

په افغانستان کې د میلادالنبي ورځ ولمانځل شوه


نن شنبې د ربیع الاول د میاشتې دولسمه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده.

د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څير د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ په افغانستان کې هم ولمانځل شوه.

د شنبې په ورځ چې د ربیع الاول د میاشتې دولسمه نیټه ده؛ د مرکز کابل په ډيرو جوماتونو کې د میلاد النبي په مناسبت خلکو غونډې جوړې کړي وې او دیني عالمانو خلکو ته د پیغمبر (ص) د ژوند، سیرت، اخلاقو او رحلت په اړه ویناوې وکړې.

د یني عالم عبدالحکیم منیب چې د شاه شهید په سیمه کې د میلاد النبي په اړه خبرې کولې؛ ازادي راډيو ته وویل، عالمان هڅه کوي چې په داسې مراسمو کې د ممبر له لارې خلکو ته د پیغمبر (ص) د راتګ او ژوند اهداف بیان کړي:

"د دې ورځې پيغام دا دی چې علمای کرام هغه قوانین خلکو ته بیان کړي چې پیغمبر (ص) د یووالي، مینې او اسلامي ژوندانه لپاره بیان کړي دي او خلک په صحیح اسلام باندې پوه شي."

حضرت محمد (ص) څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې په داسې وخت کې وزیږید چې نړۍ د جهل اوج ته رسیدلې وه او خلک په خورا زیات بدعت او ناسمو کارونو بوخت وو.

حضرت محمد صلي الله علیه وسلم چې د وړکوالی نه په نیکو او ښو اوصافو مشهور و؛ په څلویښت کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو او د عمر تر پایه یې خلک د خدای عبادت؛ نیکو اخلاقو او هغو کارونو ته رابلل چې د دوی د خوشبختۍ سبب کیږي.

حضرت محمد (ص) ۶۳ کاله عمر وکړ او خپل امت ته یې د ښه او غوره ژوند کولو لپاره اسلام بیان کړ.

د کابل اوسیدونکو چې جوماتونو ته د دیني علماوو د تبلیغ اوریدو لپاره راغلي وو؛ ازادي راډيو ته وویل؛ له داسې ورځو ډير څه زده کوي؛ فداکاري او له غریبانو سره مرستو ته چمتو کیږي او د پیغمبر (ص) د ژوند په اړه پوهیږي.

"نوم مې عطالله واحدیار ځاځی دی. زه په ډاډ سره ویلای شم چې د نبي کریم (ص) په باره کې چې د هر جومات نه وعظ خپریږي؛ په رښتیا په خلکو اغیز کوي او په خلکو کې عاجزي راولي.

علما په دې ورځ راته د پیغمبر (ص) شخصیت بیانوي او هڅې کوو چې زده یې کړو او په ټول عمر کې یې تطبیق کړو."

له دې سره د افغانستان په ډيرو سیمو کې خلک په داسې ورځو خیراتونه او ختمونه کوي.

یو ځوان چې د مال په اخیستلو لګیا و؛ ازادي راډیو ته وویل، اقتصاد یې ښه دی او غواړي چې په غریبانو غوښې وویشي او په دې ورځ د غریبانو له حاله ځان خبر کړي.

"شهدای صالحین ته راغلی یم د مولود شریف په خاطر مې دا پسه واخست انشا‌ءالله همدا نن یې حلالوم او په خلکو او غریبانو یې وشم اسلام د ورورولی دین دی."

له دې سره دیني عالمان وایي، د خیرات ورځ ځانګړې نه ده خلک باید هر وخت چې وس یې ولري خیرات او ختمونه وکړي.

مولوي محمد احسان صیقل وایي، خلک باید هر مجلس او هر خیرات یوازې د خدای د رضا لپاره وکړي:

"د مولود او نوروو ورځو ټولې صدقې خیراتونه او مجالس باید د خدای په نوم وي او ثواب یې کیدای شي، پیغمبر اولیا کرامو او صحابوو ته هدیه شي ټول خوشحالیږي."

حضرت محمد (ص) په ۶۳۲ میلادي کال له نړۍ نه رحلت وکړ؛ تاریخ پوهان او دیني عالمان د هغه رحلت هم په همدې ورځ یعنې د ربیع الاول په دولسمه نیټه ښیي.

پیغمبر (ص) په ملیونونو انسانانو ته د ژوندانه طریقې مساوات؛ د خوشبختي لارې او په زرګونو احادیث پريښودل چې هر وخت او د ژوند په هره برخه کې د خلکو د ستونزو د حلولو لارې لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG