د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د هلمند د پېښې په تړاو دوه تنه پوځیان نیول شوي دي


د افغانستان دفاع وزارت هلمند ولایت ته یو هیئت استولی چې په سنګین ولسوالۍ کې د چهارشنبې په شپه د واده په یوه محفل باندې د توپونو د ډزو په اړه څیړنه وکړي او مسوولو کسانو ته د قانون پراساس سزا ورکړي.

په هملند ولایت کې د ملي پوځ مشر جنرال سلطان محمود د جمعې په ورځ وویل؛ د سنګین د پیښې په اړه یې دوه تنه پوځیان نیولي او نور هم ممکن ونیول شي. جنرال محمود وایي، د پېښې په اړه څیړنه روانه ده او دا دوه تنه ځکه نیول شوي چې دوي په مستقیم ډول په ډزو کې دخیل دي.

له بلې خوا، د هلمند د والي مرستیال محمد جان رسولیار فرانسپرس آژانس ته ویلي؛ د ملي پوځ عسکرو له یوې پوستې نه واده ته په راټولو شویو خلکو ډزې کړې او په دې اړه د یوه قوماندان په ګډون څلور تنه پوځیان نیول شوي او په لشګرګاه کې پوځي محکمې ته راجع شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډوی ته وویل، نیول شوي پوځیان تر پوښتنو لاندې دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري آزادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د دوی یو هیات هلمند ولایت ته تللی او د پېښې په اړه تحقیقات کوي:

"د افغانستان دفاع وزارت یو هیات ټاکلی او د هلمند ولایت ته تللی دی؛ ترڅو په سنګین ولسوالۍ کې له نږدې نه دا پېښه وڅیړي؛ وګوري، حقایق معلوم کړي. که چیرې په ریښتیا هم د ملي اردو له منسوبینو نه اشتباه شوې وي؛ هغه به هم برسېره شي او که کومه بله پېښه شوې وي؛ هغه به هم وڅیړي، ترڅو حقیقت پیدا شي او وروسته پریکړه وکړي."

د چهارشنبې په شپه د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا کلي کې په یوه کور کې خلک واده ته راټول شوي وو چې د ملي پوځ له یوې پوستې نه په کور ګولۍ وویشتل شوې؛ لږ ترلږه ۲۸ کسان په کې ووژل شول او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د آزادي راډیو خبریال وایي؛ ناوې هم په دې غمنجنې پیښه کې ټپي شوې وه او د جمعې په شپه یې د لشکرګاه په روغتون کې ساه ورکړه.

شاوخوا درې سوو کسانو له سنګین ولسوالۍ نه لشګرګاه ښار ته چې ۸۵ کیلومتره واټن لري؛ لاریون کړی، د والي د کور په مخکې راټول شوي او د عدالت غوښتنه کوي.

یوه لاریون کوونکي د افغانستان جمهور رییس او د دولت چارواکو ته داسې پیغام ورکړ:

"جناب ډاکټر صاحب اشرف غني، ډاکټرصاحب عبدالله، دفاع وزیر صاحب، د کورنیو چارو وزیر صاحب، تاسې یې پرخپل ځان احساس کړئ؛ که ستاسې د ارګ په مخکې، ستاسې د کور مخ ته، د سنګین د خلکو په څير ځوانان، کوچنیان چې هلته په روغتون کې پراته دي؛ د چا پښې نشته د چا لاسونه نشته، پراته وي، ستاسې غبرګون به څه وي؟ خدای شته ستاسو ترلمنو دا حالت در رسیږي."

اعتراض کوونکي وایي، دوی له جمهور رییس پرته له بل هیڅ کوم چارواکي سره نه ویني او دولت باید له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره سمدستي مرستې وکړي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت د خلکو استازی هاشم الکوزي وایي؛ د حملې په اړه باید د هلمند والي استعفی وکړي.

په هملند ولایت کې د طالب وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې دوام لري او د جمعې په ورځ په لشګرګاه کې د عزیزي بانک د څانګې درې تنه کارکوونکې او یو پولیس هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې په سړک کې په یوه ښخ شوي ماین وخوت.

XS
SM
MD
LG