د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

ځاځي: پاکستان ژمنه کړی چې افغان کډوال به په زور له دې هېواده نه اوباسي


د افغانستان پارلماني پلاوی وايي؛ پاکستان ډاډ ورکړی چې افغان کډوال به اوسمهال له خپلې خاورې نه باسي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه یې هیڅ ډول پرېکړه نه ده کړې.

د افغانستان پارلماني پلاوی چې اوس - اوس له دغه هیواد څخه راستون شوی دی؛ وايي چې د پاکستان صدراعظم او د پارلمان غړو ډاډ ورکړی چې افغان کډوالو به د اوس لپاره له دغه هیواد څخه ونه باسي.

داسې راپورونه خپاره شوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت چارواکو په دې ورستیو کې پرېکړه کړې چې افغان کډوال به په بېړني ډول له دغه هیواد نه وباسي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکوو رییس عبدالقادر وطن دوست ځاځی چې د دغه پلاوي مشري یې کوله؛ د جمعې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل؛ نواز شریف ویلي دي چې د افغان کډوالو د ایستلو خبره د دغه ایالت د اطلاعاتو د وزیر شخصي نظر و.

"څوک چې هلته مهاجر دي هغوی دې ډاډه اووسي؛ موږ هم له نواز شریف سره خبرې وکړې؛ هم له سرتاج عزیز سره او هم له پارلمانیانو سره؛ مهاجرین نه وباسي او هغه کومه خبره چې پرویز خټک کړې وه؛ دوی په ښکاره موږ ته وویل چې دا د هغه شخصي نظر دی او مرکزي حکومت په دې اړه پرېکړه نه ده کړې."

د راپورنو له مخې د خیبر پښتونخوا ایالت دغه پرېکړه ورسته له هغې وکړه چې د دغه هیواد استخباراتو ادا وکړه چې په پېښور کې پر یو ښوونځي د حملې له کبله چې د زده کوونکو په ګډون په سلګونه کسان په کې ټپیان او ووژل شول په افغانستان کې طرحه شوې وه.

خو د دغه راپورونو تر خپرېدلو ورسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نماینده ګۍ وویل چې په پاکستان کې افغان کډوال د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه پورې د استوګني قانوني اسناد لري او د دغو اسنادو له مخې قانوني استوګنه کولای شي.

په عین حال کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون ریس وايي چې د پاکستان صدراعظم دا ژمنه وکړه که چېرې یې داسې راپورونه تر لاسه کړل چې د دوی په خاوره کې په افغانستان حملې طرحه کېږي؛ هغه ځای به په نښه او د تروریستانو په وړاندې به عملیات وکړي.

د ښاغلي ځاځي په وینا، پاکستاني چارواکي هم اوس په دې پوهېدلي چې د افغانستان امن د پاکستان امن دی:

"ښې کلکې وعدې یې راسره وکړې؛ د ټولو نظر یو و، ټولو هم زموږ وکیلانو، هم پاکستاني وکیلانو هم نواز شریف او هم سرتاج عزیز؛ یوه خبره کوله چې د افغانستان امن د پاکستان امن دی او که افغانستان کې امن نه وي پاکستان به جوړ پاتې نشي."

د چارو کارپوهان په دې باور دي، که حکومت وکولای شي چې په امنیتي وضیعت کې ښېګڼه راولي او خلکو ته د ښه ژوند شرایط برابر کړي، په زرګونه افغان کډوال به هم بېرته خپل هیواد ته راستانه شي.

دوی وايي چې کله بې وزلي، بیکاري او نا امني په هیواد کې کمه شي؛ نو افغان کډوالو ته به د ستنېدنې زمینه هم برابره شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG