د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

نابینا خپلې سترګې غواړي، څوک به یې مرسته وکړي؟


په څو لسیزو جګړو کې په افغلنستان کې د دغه هیواد د ملي اردو؛ پولیسو او ملي امنیت ځواکونو قربانۍ هغه څه دي چې تل مدام یې د چارواکو له خوا په لوی غونډو او محفلونو کې یادونه شوې ده.

خو د جګړو قربانیان او کورنۍ یې وايي چې له تشو ستاینو څه نه جوړېږي او دولت باید په دې برخه کې له دوی لازمې مرستې وکړي.

په داسې حال چې افغان امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول د هیواد امنیتي مسوولیتونه خپل کړل؛ داسې شکایتونه موجود دي چې په تېره کې د دولت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې د دغو ځواکونو قربانیانو او د دوی له کورنیو سره لازمه مرسته نه ده شوې.

د کونړ ولایت اوسیدونکی شهزاده نابینا یو له همدغو قربانیانو څخه دی.

نابینا وايي چې د وطن نه د دفاع په خاطر یې د ماین په چاودنه کې دواړه سترګې زیانمې شوي او یوه پښه یې هم پرې شوې ده او په داسې حال کې چې د سترګو د درملنې امکان یې موجود دی؛ د اقتصادي ستونزو له امله اقدام نه شي کولای او ژوند په تورتم کې تېروي.

"دا چې زه د ملي اردو سرتیری وم؛ د هیواد په دفاع کې مې د ماین په چاودنه کې یوه پښه پرې او دواړه سترګې مې زیانمې شوي؛ زما سترګې په هندوستان کې جوړېږي؛ خو له بده مرغه چې ماسره پیسې نشته دی او هر خوا مې چې لاس واچوو؛ هیچا راسره دا ژمنه ونه کړه چې زه به دې د تدواي لپاره ولېږم."

د نابینا په شان په زروګونه نور کسان هم شته چې د وطن نه د دفاع په خاطر په افغان امنیتي ارګانونو کې د خدمت پر مهال او یا هم په بیلابیلو انتحاري بریدونو او چاودنو کې معلوله شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارات د ارقامو له مخې د ۲۰۱۳ کال تر ورستیو پورې د ملي پولیسو او ملي اردو له اولس سوو څخه زیات کارکوونکي وژل شوي او له شپاړلس نیم زرو څخه زیات ټپیان شوي دي.

دغه شان د یادو پېښو د وژل شویو ډېرۍ کورنۍ هم دا شکایت لري چې د عزیزانو تابوتونه یې له کوره پورته شوي بیا یې چا د بدې ورځې پوښتنه نه ده کړې.

خو نوی افغان حکومت وايي چې د دغو کسانو پوښتنه به کېږي او د مرستې او لاس نیوي لپاره یې سینه وهي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد او د دوی د ستاینې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وویل چې یادو کسانو سره د مرستې په خاطر به یو وجهي صندوق جوړ کړي:

"امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ خپل صدیق بچیان دي؛ د دوی سره د مرستې په خاطر موږ د شهیرانو له کورنۍ او معلولینو سره د مرستې یو صندوق جوړوو."

اوسمهال شا او خوا درې لکه او پنځوس زره کسان د افغانستان په ملي اردو او ملي پولیسو کې په دنده بوخت دي چې یو لک او نوي زره یې د ملي اردو سرتېري دي.

کارپوهان وايي چې افغان ځواکونو ته د بشپړو امنیتي مسوولیتونو د لېږد سره سم باید دغه ځواکونه ښه تجهیز شي او د افغانستان د هوايي ځواکونو په پیاوړي کولو یې ټینګار ډېر دی.

د دوی په وینا که داسې ونه شي جګړه به په دغه هیواد کې اوږدمهالې او امکان لري چې په تلفاتو کې زیاتوالی راشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG