د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

حامد کرزی: امریکا او پاکستان د افغانستان د جګړې اصلي عناصر دي


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا په خپل هیواد کې د جګړې له کبله پر لویدیځ په تیره بیا پر امریکا انتقاد کړی دی.

د ښاغلي کرزي په باور امریکا او پاکستان د افغانستان د جګړې اصلي عناصر دي. کرزی دا جګړه افغاني نه بلکه یوه تحمیل شوې جګړه ګڼي.

"په افغانستان کې جګړه، د افغانانو نه ده. دا زموږ جګړه نه ده. دا د بهرنیو جګړه ده چې د بهرني د ګټو لپاره پیل شوې ده او اصلي عناصر یې پاکستان او د امریکا متحده ایالات دي.

له همدې کبله د پاکستان او امریکا له همکارۍ پرته زموږ په هیواد کې سوله نه شي راتلای. نو ځکه که دوی هغه ځای ته رسیدلې چې ووایي خپلو اهدافو ته رسیدلي؛ نو زه هیله لرم چې دوی به د افغانستان د سولې لپاره کار پیل کړي او پرینږدې چې لا نور وځوریږو."

ښاغلی کرزی په دې باور دی چې هغه څه امریکا په افغانستان کې کړي د تروریزم پر وړاندې جګړه نه وه.

نوموړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې فکر نه کوي؛ امریکا داسې یو کار په افغانستان کې تر سره کړي.

د حامد کرزي په باور، هر هغه ګام چې بهرنیان اخلي؛ نتیجه یې باید داسې نه وي چې د افغانستان خلک ستونزې وزغمي؛ ماشومان ووژل شي، افغانان بندیان شي او یا هم افغانستان وویشل شي.

یو شمیر سیاسي کارپوهان بیا داسې نه وایي. هغوی د کرزي دې څرګندونو ته په دې سترګه ګوري چې ګواکې دی په راتلونکې کې د ځان د ګټې لپاره داسې خبرې کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو څیړونکی مطیع اله خروټی وایي؛ کرزی له هرې لارې کار اخلي، تر څو په راتلونکو انتخاباتو کې ځان د خلکو خواخوږی وښیي:

"حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په تیرو دوو دورو کې پر امریکا سخت انتقادونه کول. هغه حتی له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک څخه ډډه وکړه او هغه یې د افغانستان نوي حکومت ته پرې ښودل.

کرزی اوس هم پر امریکا انتقادونه کوي او وایي په دې سند کې یې داسې څه ځای کړي وو چې هغه مهال ده ته واضح نه وو؛ نو له همدې کبله یې دا سند لاسلیک نه کړ."

د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون بلاخره د افغانستان د نوي حکومت په راتلو سره د دواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک شو چې ورسره په افغانستان کې د امریکا یې سرتیرو برخلیک روښانه شو.

ولسمشر بارک اوباما ویلي چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به شاوخوا یوولس زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاته شي.

XS
SM
MD
LG