د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

اشرف غني: افغانان دې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي


د ناټود جنګي ماموریت په ختمېدلو او افغان امنیتي ځواکونو ته په رسمي ډول د امنیتي مسوولیتونو له لېږد سره سم ولسمشراشرف غني له ټولو افغانانو وغوښتل چې د خلپو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په همدې اړه په جوړشوي پروګرام کې له نړېوالې ټولنې هم غوښتل چې د ګواښونو په وړاندې مشترکه مبارزه وکړي.

ولسمشرګاونديو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د دوی په ضد ونه کارول شي خو له دغه هېوادونو څخه یې هم د ورته ژمنې غوښتنه وکړه.

په دغه غونډه کې افغان امنیتي چارواکو ډاډ ورکړچې په خپلواک ډول به د تروریزم په وړاندې مبارزه وکړي.

د ۲۰۱۴ میلادي کال په ختمېدلوسره په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت هم پای ته ورسېد او امنیتي مسوولیتونه په بشپړډول افغان ځواکونو ته ولېږدول شول.

ولسمشراشرف غني په هغه غونډه کې چې په همدې اړه او د افغان ځواکونو د ستاینې په مقصد د پنجشنبې په ورځ د جمهوري ریاست په مانۍ کې جوړه شوې وه دغه ورځ ډېره مهمه او تاریخي وبلله.

ولسمشرپه تېرو څو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوو او قربانیو ته په پام سره وویل چې عام خلک، دیني عالمان، د قومونو مشران، ملکي چارواکي، مدني ټولنې او رسنۍ باید له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي:

"امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ خپل صدیق بچیان دي، لکه څنګه چې د افغانستان خلکو تل له افغانستانه دفاع کړې، نن هم ضرورده چې د افغانستان ټول خلک په یوه واحده لیکه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل سرتاسري ملاتړڅرګند کړي."

ولسمشرغني دغه شان په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې له قربانیو یادونه وکړه.

په دغه مراسموکې له لوړپوړو دولتي چارواکو پرته پخواني ولسمشرحامد کرزي او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان هم ګډون درلود.

ولسمشرغني غونډې ته په تینګارسره وویل چې افغان امنیتي ځواکونه باید په وړو سیاستونو کې ښکېل نه شي او د نوموړي په وینا د قانون په چوکاټ کې د دغو ځواکونو د مسلکي توب او کاري مصونیت په برخه کې بنسټېزو بدلونونو او اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ولسمشرغني په دغه غونډه کې د ګاوندیو سره د اړیکو پرموضوع هم وغږېدو او ویې ویل، چې په ګاونډیتوب کې یو د بل په دولتي چارو کې مداخله د نړېوالو اصولو او قوانینو خلاف کار دی.

ولسمشر وویل، یوه خبیثه کړۍ جوړه شوې چې د دولت دارۍ نړېوال نظام یې له خطرسره مخ کړی دی.

ښاغلي غني د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړېوالې ټولنې دومداره همکاري وغوښته:

"موږپه لومړي صف کې یو خو که موږ دغه خطرونه کنترول نه کړو، د هر امریکايي، هراروپايي او هر جاپاني ژوند په خطرکې دی، یو با ثباته افغانستان د نړېوال ثبات په ګټه او د نړېوالو خطرونو نه مخنیوي کوي."

د ناټوجنګي ماموریت دیارلس کاله مخکې په افغانستان کې پیل شو او نړېوالو ځواکونو د افغان ځواکونو ترڅنګ د تروریزم سره د مبارزې ژمنه وکړه.

خو دغه جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ میلادي کال د دسمبرد میاشتې په اته ویشتنه نېټه په رسمي ډول پای ته ورسید او د ۲۰۱۵ میلادي کال له لومړې نېټې څخه د غوڅ ملاتړپه نوم د ناټوغیر جنګي ماموریت پیل شو.

ویل کېږي چې د ناټو نوی ماموریت د افغان ځواکونو، د روزنې، مشوره ورکونې او همکارۍ په برخه کې دی.

د دغه ماموریت لپاره به شا او خوا لس زره امریکي او دوه زره د نورو هېوادونو ځواکونو په افغانستان کې پاتې شي.

افغان امنیتي ځواکونه وايي، چې دوی په خپلواک ډول له هېواده د دفاع وړتیا لري.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرپرست رحمت الله نبیل د افغان ځواکونو قربانیو ته په ستاینې سره وویل:

"نن افغان ځواکونو د تروریزم په وړاندې د جګړې مسوولیت خپل کړ او په ډاډ سره خپلو خلکو ته وایو چې موږ به تروریزم له ماتې سره مخ کړو."

د راپورنوله مخې اوس مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېرشااوخوا درې نیم لکه کسانو ته رسیېږي، خو اندېښنې موجودې دې چې د ناټو ځواکونو د ماموریت په ختمېدلو سره لاهم دغه ځواکونو په پرمخهتللو وسایلو نه دي سمبال.

خو نړېواله ټولنه وايي، چې دوی به افغانستان یواځې پرې نه ږدي او د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې به د ژمنو سره سم خپلو مرستو او همکارۍ ته دوام ورکړي.

راپور : اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG