د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

سرچینه: افغان کابینه به راتلونکې اونۍ اعلان شي


د جمهوري ریاست چارواکي وایي، چې ولسمشراشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله د کابینې د جوړیدو په سرموافقې ته رسیدلي دي او ډیرژربه کابینه اعلان شي.

که څه هم د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي د کابینې د اعلان دقیقه نیټه په ډاګه نه کړه، خو یوې بلې سرچېنې د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیوته وویل، چې کابینه به راتلونکې اونۍ اعلان شي.

په همدې حال کې د اجرایي ریس مرستیال ویاند هم وایي، چې د کابینې کار په بشپړیدو دی او اولویت هم د امنیتي او اقتصادي سکتو وزیرانو ته ورکول شوی دی.

په داسې حال کې چې د کابینې ځنډ د ملي شورا او عامو خلکو له غبرګونونو سره مخ شوې، په ارګ کې یوه معتبره سرچېنه وایي، چې د راتلونکې اونۍ په نیمایي کې به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.

دغې سرچېنې چې نه یي غوښتل نوم او غږ یې خپورشي ازادۍ راډیوته وویل، چې دواړه مشران د کابینې د غړو پرسرموافقې ته رسیدلي دي.

په همدې حال کې د ولسمشراشرف غني ویاند نظیف الله سالارزی وایي، چې د کابینې پرسربحثونه د بشپړیدو په حال کې دي.

ښاغلي سالارزي د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیوسره په خبرو کې د کابیني د اعلان دقیقه نیټه په ډاګه نه کړه، خو وې ویل، چې په نږدې ورځوکې به د کابینې غړي معرفي شي:

″د کابینې په اړه کار تقریبآ پای ته نژدې شوی دی، انشاه الله ډير ژر به موږ او تاسې د نوې کابینې د معرفي شاهدان ووسو.″

دا په داسې حال کې ده، چې د کابینې ځنډ بېلابېل غبرګونونه راپارولي او ویل کېږي، چې د ادارو په چارو ېې ناوړه اغیزه کړي او د خلکو ورځنې ژوند یې متاثره کړی دی.

که څه هم له دې وړاندې د کابینې د یو شمېراحتمالي غړو لست رسنیو ته هم راووت، خو تراوسه په رسمي توګه حکومت د کابینې کوم غړی نه دی معرفی کړی.

د کابینې د ژراعلانیدو خبره په داسې حال کې کېږي، چې د ولسمشرله خوا هغه وخت هم په ختمیدو دی، چې د کابینې اعلان ته یې ځآنګړی کړی وو.

ولسمشر لندن کانفرانس ته ترتګ مخکې ولس ته په وینا کې وویل، چې د دوو یا څلورو اونیو په ترڅ کې به کابینه اعلان کړي او دا وخت هم نږدې په خلاصیدو دی.

له بلې خوا د حکومت د اجرایوي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم وایي، چې په نږدې ورځوکې به د کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.

ښاغلي فیصل ازادۍ راډیوته وویل، چې اولویت هم د امنیتي او اقتصادي سکتور وزیرانو ته ورکول کېږي:

″اجرایه ریس د پارلمان له غړیو سره په خبرو کې په دې اړه بحث کړی او ویلي چې لستونه خلاص شوي دي، جمهور ریس او اجرایوي ریس لا هم په دې کار کوي په نږدې ورځو کې وزیران پارلمان ته وپیژني.″

له دې مخکې هم افغان چارواکو د کابينې د اعلان لپاره د ډېر ژر او په يوه يا دوې ورځو کې غوندې ټکې کارولي وو، خو هر ځل اخري تصميم له ځنډ سره مخامخ کېده.

معلومه نه ده، چې دا ځل به د افغان چارواکو دا ژمنې، چې راتلونکې اونۍ به کابینه اعلان شي، عملي بڼه غوره کړي او که نه.

خو ځینې څيړونکې او دولسي جرګې غړي وایي، چې د کابینې د جوړیدو پر سر د ولسمشر او اجرایي ریس ترمنځ اختلافات زیات دي او فکر نه کوي، چې ژر به اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG