روسیه وايي، ناټو د افغانستان د امنیتي وضیعت پر وړاندې مسولیت لري.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزرات له خوا نن په یوې اعلامیه کې پر ایساف هم انتقاد شوی چې د مسکو په وینا ایساف نه دی توانیدلی چې افغانستان باثباته کړي.
په یوه بل تحول کې تاجکستان وايي، له افغانستان سره پرپوله يي د خپلو سرتیرو زیات کړی او خپل ځواکونه يې د تیارسۍ په حالت کې درولي دي.
روسیه وايي، که څه هم چې ناټوپه افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پایته رسولی خو د دې هېواد پر وړاندې به د خپل مسولیت اداکولو ته دوام ورکوي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې پر ایساف انتقاد کړی چې د افغانستان په باثباته کولو کې پاتې راغلی دی.
مسکو ویلي، که څه هم چې د ناټو راتلونکې روزونکې ماموریت محدود دی خو روسیه دا ماموریت د ایساف بدیل ګڼي.
تردې مخکې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشرځانګړې استازي ضمیرکابلوف ویلي و چې طالبان ښايي په راتلونکې اوړي کې د پراخو بریدونو پلان ولري.
کابلوف دا هم ویلي چې د اسلامي دولت په نامه وسله والو ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې د سخت دریځو د استخدام لپاره ځان ته زمینه برابره کړي.
دې اندیښنو ګاونډی تاجکستان اړکړی چې له افغانستان سره پر پوله خپل سرتیري زیات او د تیارسۍ په حالت کې کړي.
افغانستان او تاجکستان په خپلوکې شاوخوا ۱۳۴۴ کېلومتره اوږده پوله لري.
اترتاس خبري اژانس د تاجکستان د پوځ د یوې سرچېنې په حواله وايي، له افغانستان سره پر پوله د تاجک ځواکونو شمېردوه چنده شوی او ګزمې يې هم زیاتې کړي دي.
تاجکستان دا امنیتي تدابیرپه افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت په ختمیدو سره دغه هېواد ته د وسله والو او د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو د مخنیوي په هدف نیولي دي.