د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

پاڅون کوونکي: د دولت د نه پاملرنې له امله طالبان بیا برلاسي شوي


د افغانستان په بېلابېلو سیموکې د وسله والو مخالفینو پرضد پاڅون کوونکي شکایت کوي چې حکومت دوی ته سمه توجه نه کوي.

یو شمېردغو پاڅون کوونکو له ازادۍ راډيو سره په خبروکې وویل د وسلو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله کومې سیمې چې دوی د پاڅون په نتیجه کې نیولي په اکثرو یې بیا وسله وال مخالفین برلاسي شوي دي.

دوی وايي، دولت باید هراړخیزه مرسته وکړي څو د وسله والو مخالفینو له وجوده پاکې شوې سیمې بېرته ناامنې نه شي.

اخوا د افغانستان امنیتي چارواکې ډاډ ورکوي چې افغان حکومت د پاڅون کونکو ملاتړکوي او هیڅ رازمرسته نه ورنه سپموي.

که څه هم د افغانستان په ځینو سیمو کې خلکو د وسله والو مخالفینو پرضد پاڅون کړی خو پاڅون کوونکې وايي چې افغان حکومت له دوی سره د وسلو او امکاناتو په برابرولو کې همکاري نه ده کړې.

د کونړپه دانګام، ناړۍ او نورګل ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو پرضد ولسي پاڅون وشو خو د دغو پاڅون کوونکو استازي وایي چې د دولت د نه پاملرنې له امله ځیني سیمې چې دوی په سختۍ نیولې وې بېرته وسله والو ته په لاس ورغلي دي.

د دغو پاڅون کونکو یوه مشرحاجي منان د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې دولت پاڅون کوونکو ته وسلې نه دي ورکړي او د دوی پاڅون ته یې سم اهمیت نه دی ورکړی:

″طالبانو ولسونه له خپلو کلیو،بانډو او کورونو نه راوشړل په دغه خاطرباندې ولس پسې پاڅیده.

هلته پاکستاني ګوډاګیان او طالبان و چې خلک یې په مقابل کې پاڅیدل.

کوم ځایونه چې موږ نیولي و متاسفانه هغو ځایونو ته دولت توجه ونه کړه او هغه ځایونه بېرته د طالبانو لاسته ورغلل.

لکه دانګام که ارزیابي کړو هغه ځایونه چې ولس نیولي و هغه ځایونه بېرته په ډېرغټ قیمت تمامیږي.″

د پاڅون کوونکو د دغه مشرپه خبره که څه هم په دانګام او ناړۍ ولسوالیوکې لسګونه پاڅون کوونکو د وسله والو مخالفیو پرضد مبارزه وکړه خو د دولت د ناسمې پاملرنې له امله خلک له خپلو سیمو نه کډې کولو ته اړ شول.

د افغانستان په لیرو پرتوسیموکې د وسله والومخالفینوله خوا له خلکونه د جګړو په وخت د سپرپه توګه ګټه اخیستل او په هغوی واک چلول هغه ستونزه ده چې ډېرافغانان ورسره له کلونو راهیسې لاس او ګریوان دي.

د کندهارپه میوند ولسوالۍ کې هم په ځینو سیمو کې خلکو د وسله والو مخالفینو پرضد پاڅون وکړ او له خپلو سیمو نه یې وشړل خو هلته هم د کافي وسلې او تجهیزاتو د نشتوالي ستونزه مطرح کېږي.

د میوند د پاڅون کونکو یوه مشرملک احمد اسحق زي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل اوس په سیمه کې وسله وال طالبان نشته خو دولت تراوسه پورې پاڅون کوونکوته لازمه توجه نه ده کړې او وسلې نه ورکوي.

اسحق زي وویل، دولت باید پرینږدي چې یوځل بیا وسله وال په دغو سیمو برلاسي شي او په خلکو زورزیاتی وکړي:

″د کلا شاه میرپه ساحه کې دوه نیم سوه کسانو ملي پاڅون وکړ د طالبانو پرضد یې وکړ.

پنچه مر کې هم یو سل او شل کسان پاڅون ته ناست دي. دولت نه زموږ غوښتنه ده چې له موږ سره همکاري وکړي دا نورو پاڅون کوونکو ته هم وسلې ورکړي.

زموږ خپله د وطن خلک ستړي دي، زحمتونه یې ویستلي تکلیفونه یې ګاللي دي. دا دیارلس کاله په دې سیمه کې امنیت نه دی راغلی.″

د ښاغلي اسحق زي په خبره وسله والو مخالفینو به له دې مخکې عام خلک په جګړو کې د سپر په توګه استفاده کول او په زوره به یې شپې پرې اړولې او ظلم به یې پرې کاوه.

د افغانستان امنیتي چارواکې وايي د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون د ستایلو دی او افغان دولت یې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت هڅه کوي چې خپل شته امکانات له پاڅون کونکو نه دریغ نه کړي او له هغوی سره تر خپلې وسې همکاري ولري:

″پاڅونونه د دې سبب شوي چې مخالفین ونه شي کولای چې مخالفین زمونږ په کلیو او سیمو کې ځای پیدا نه کړي.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان ټول خلک د افغانستان حکومت د دغو پاڅونونو ملاتړ کوي. هر ځای چې امکانات وي او هر هغه شی چې مونږ یې په اختیار کې ولرو د خلکو سره کوښښ کوو او همکاري ورسره کوو څو د مخالفینو په وړاندې ټول په یوه غږ ودریږو.″

ښاغلی صدیقي وايي، دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد له هر ډول پاڅون ملاتړکوي او د پاڅونونو دوام د دې ښکارندوی دی چې هیڅ افغان د وسله والو مخالفینو موجودیت نه غواړي.

خو له دې ټولو سره سره د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاڅونونه د دولت په غوښتنه کېږي او پاڅون کونکې عام خلک نه بلکې سیمه ییز پولیس دي.

کارپوهان وايي له عامو خلکو نه د وسلو د ټولولو پروګرام که څه هم په لنډمهال کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړه خو اوس یې خپل نقص په ډاګه کړ.

دغه کارپوهان وايي دې په کتو چې په ډېرو نا آرامه او د دولت له واکه بهر سیمو کې خلک د وسله والو مخالفینو پر ضد غږ پورته کوي باید چې حکومت یې سخت ملاتړ وکړي او لازمه مرسته ورسره وکړي.

د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون لومړی ځل د غزني له اندړو پیل شو چې ورپسې په نورو سیمو کې هم خلکو د وسله والو مخالفینو پر ضد غږ پورته کړ او تر دې دمه که څه هم موثر تمام شوی خو ګڼشمیرکسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG