د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

پاکستان پر پرويز مشرف د بريد يو بل مجرم هم اعدام کړ


د خيبرپښتونخوا د مرکز پېښورپه مرکزي محبس کې امنيتي چارواکېو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پر پخواني ديکتاتور ولسمشرپرويز مشرف د بريد په تورکې نيول شوى يو تن اعدام کړى.

نيازمحمد، چې پخوا يې د پاکستان په هوايي ځواک کې دنده ترسره کوله، په ٢٠٠٣م کال يې د دې هېواد په راولېنډۍ ښارکې پر پرويزمشرف د بريد پلان جوړ کړى و، چې د امنيتي اداروله خوا شنډ او نوموړى له خپلو ملګرو سره يو ځاى ونيول شو.

د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپورله مخې، نيازمحمد ته د پاکستان پوځي محکمې د مرګ سزا اورولې وه، خو په دې هېواد کې د اعدام پرسزا د بنديز له امله نه وه تطبيق شوې.

د پېښور د مرکزي محبس يوه تن چارواکې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادۍ راډيوته وويل، چې دوى نيازمحمد د چهارشنبې په ورځ سهار مهال اعدام کړ.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف په په دې وروستيو کې په داسې حال کې په ترورېستي پېښوکې ککړو کسانو د اعدام پر سزا لګېدلى بنديز لرې کړ، چې وسله والو پاکستاني طالبانو د روانې مياشت په ١٦مه نېټۀ د خيبرپښتونخوا په مرکزپېښورکې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ.

په دغه بريد کې د ١٣٤ ماشومانو په ګډون نزدې ١٥٠ تنه ووژل شول، چې ډېرى يې د پاکستاني پوځ د متقاعدو او برحاله پوځيانو اولادونه او يا هم نيزدې خپلوان وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د صدراعظم نوازشريف تر اعلان وروسته په لومړي سرکې د هغو ١٧ تنو فهرست ترتيب کړى، چې د دې هېواد په بېلابېلو محبسونوکې د ترورېستي پېښو په تړاو بنديان دي او د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

تراوسه پورې له دغې ډلې نه يواځې ٧ کسان اعدام شوي، چې په هغوکې د پاکستاني پوځ پرعمومي قوماندانۍ او پرپخواني ولسشمر پرويزمشرف بريد کوونکې شامل دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دوى به په نزدې راتلونکې کې شاوخوا ٥٠٠ هغه بنديان هم اعدام کړي، چې په ترورېستي پېښو او نورو جرمونو کې ککړ دي او د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

پاکستان په داسې حال کې يوبل ترهګر اعدام کړى، چې د ملګرو ملتونومشر بانکي مون، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړېوال سازمان او همدا راز بشرحقوق څو ورځې مخکې له صدراعظم نواز شريفه غوښتي وو، چې په پاکستان کې دې د اعدام پر سزا بېرته بنديز ولګوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال بريد وروسته د ترورېزم د ځپلو لپاره يوه ٢٠ماده ييزه قامي کړنلاره جوړه کړې، چې له مخې به يې په ترورېستي پېښو کې ککړ کسان په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي او ژر تر ژره به د خپل اعمالو سزا ويني.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG