د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

مظاره چیان: پوټين د روسيې لپاره د شرم وړ دی


پرون په مسکوکې د حکومت پرضد لوی لاريونونه وشول.

د کريملين قصرته نږدې، زرګونه کسان راټول شوي وو او د جمهورريس ولادیمير پوټين او د ده د حکومت پر خلاف يې شعارونه ورکول.

دا اعتراض کوونکي له هغه وروسته د مَنِژ په ميدان کې راټول شول چې د مسکو ښاريوې محکمې الکسي ناوالني، چې د روسې د حکومت مخالف سياستوال دی، په درېنيم کاله تعليقي بند محکوم کړ،″پوټين د روسيې لپاره د شرم وړ دی″ هغه شعاردی چې تېره شپه د کريملين سره نږدې، زرګونو لاريون کوونکو د روسيې د حکومت پرخلاف ورکاوه.

بل شعار يې دا وو چې نوی کال بې له پوټينه.

د لاريون کوونکوله اعتراضه څوساعته وروسته، پوليسو دا خلک د منژله ميدانه دباندې وايستل.

د ازادۍ راډيو روسي څانګې د راپورله مخې، پوليسو يو شمېر لاريون کوونکي ونیول او يو شمېر نور اعتراض کوونکي په ارامي له هغه ځايه لري شول.

دا لاريون کوونکي چې د منژپه ميدان کې يوځای شوي وو، د الکسي ناوالني پرخلاف د محکمې د حکم پرضد يې اعتراض کاوه.

ناوالني چې د روسيې د حکومت له مخالفينو څخه يو دی، پرون د روسيې په يوه محکمه کې د درېنم کاله په تعليقي بند محکوم شو.

د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست ريېس فيدريکا موغيريني پرون وويل، داسې ښکاري لکه د ناوالني پرخلاف تورونه چې سياسي انګېزه لري.

د امریکا د بهرنيوچارو د وزارت ویاند، جېف راتکي هم ويلي چې واشنګټن د الکسي ناوالني پرضد د دې حکم له صادرېدو وروسته اندېښمن دی:

″دا پرېکړه زما په فکر د اندېښنې وړ ده او داسې ښکاري لکه د سياسي فعاليتونو د مخنیوي لپاره چې رامنځته شوې وي.″

الکسي ناوالني چې د فبرورۍ د مياشتې راهيسي په خپل کور کې نظر بند دی، پرون هڅې وکړې چې په مسکو کې د مَنِژ په ميدان کې د لاریون کوونکو سره يو ځای شي، خو د پوليسو له خوا ونیول شو.

راپورونه وايي چې پوليسو ناوالني بيرته خپل هغه کورته بېولی چې په کې نظر بند وو.

پرون د ورځې په اوږدو کې يوې هنري ډلې، چې نوم يې بلواګرې پشيانې دی، د انټرنيټ له لارې يوه ويډيو خپره کړه چې پکښي يې له خلکو غوښتنه کړې وه چې په دې لاريون کې برخه واخلي.

د موسيقي دا ډله يو شمېر داسي ښځو جوړه کړې ده چې د ولاديمير پوټين پر حکومت انتقاد لري.

د فېسبوک پردې انټرنيټي پاڼه شا او خوا اتلس زره خلکو ليکلي وو چې په دې لاريون کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG