د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

غورځنګ: د والیانو ټاکل دوامداره پروسه او زیات دقت ته اړتیا لري


په داسې حال کې چې د کابینې د غړو او والیانوپه نه ګمارلو د خلکو او مدني ټولنو له خوا پرله پسې انتقادونه کیږي؛ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د والیانو ټاکل یوه دوامداره پروسه ده او زیات دقت ته ضرورت لري.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ دسه شنبې په ورځ ازادي رادیوته وویل؛ د نویو والیانو د مقررېدو لړۍ پیل شوې او پرته له کومې ستونزې پر مخ روانه ده.

ښاغلی غورځنګ دا هم وویل، په دې برخه کې هڅې کیږي چې پوه او وړکسان د والیانو په توګه وټاکل شي.

د غورځنګ د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې محمد عمرصافي د کندز د والي؛ عبدالکریم متین د پکتیکا د والي او عبدالعلي شمسي د کندهار د مرستیال والي په توګه ټاکل شوي او نوروالیان او د والیانو مرستیالان به يې هم وټاکل شي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د خپل کار د پیل په لومړیو کې د یوفرمان په صادرولو سره د ټولو ولایتونو والیان له دندو ګوښه او پرځای يې د والیانو مرستیالان د سرپرستانو په توګه وګمارل.

د دې فرمان په اساس مرستیال والیان د لاس لاندې کارکوونکو د مقررېدو یا ګوښه کېدو صلاحیت نه لري.

په دې هیواد کې که د کابینې په نه معرفي کیدو اعتراضونه کیږي او سمهال د والیانو، پر نه ټاکل کېدو هم انتقادونه راپورته شوي دي.

د مشرانو جرګه وايي، د سرپرستو والیانو په موجودیت کې پرسیمه ییزو چارو ناوړه اغیز شوی او ورسره د خلکو ستونزي زیاتې شوې دي.

د مشرانو جرګي دوم مرستیال رفیع اله ګل افغان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت خلک برطرف کوي، خو د تقرر څرک نه لیدل کیږي؛ دا په خپله په وضعیت باندې ناوړه اغیز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر اشرف غني د هرات ولایت ته تللی او د هغه ولایت شاوخوا شل کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

د سیمه ییزوارګانونو خپلواکه اداره وايي؛ جمهور ريیس هڅې کوي چې نوي سیمه ییز چارواکي د هغوې د پوهې او وړتیا په پام کې نیولو سره؛ پر دندو وګماري.

کارپوهان هم پردولتي ارګانونو د سرپرستود کار دوام ستونزمن ګڼي.

دوی هم تاکید کوي چې حکومت دې په ټولو ارګانونو کې د سرپرستو د کاردوام پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG