د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

"امریکا دا پریکړه نه ده کړې چې خپلې څومره وسلې افغان ځواکونو ته ورکوي"


په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په جګړو کې د درنو او پرمختللو وسلو له کمښت سره مخ دي؛ د افغانستان حکومت وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکا متحده ایالات به ورسره په دې برخه کې څومره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې ویکټوریا نولنډ په حواله راپورونه وايي چې دغه هیواد غواړي په افغانستان کې خپلې وسلې کییف ته ورکړي.

داسې راپورونه هم شته چې امریکا خپل یوه اندازه وسلې له افغانستان څخه کویټ ته لیږلي څو د اسلامي دولت ډلې سره په مبارزه کې ورڅخه کار واخلي.

خو افغان حکومت وايي، دوی هم دې وسلو ته اړتیا لري او د خپلو اړتیاوو په اړه یې امریکا ته ځانګړي وړاندیزونه هم کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان آزادی راډیو ته وویل چې امریکا تر اوسه دا پریکړه نه ده کړې چې خپلې څومره وسلې به افغان لورې ته ورکړي:

"کومې اړتیاوې چې د افغانستان پوځ یې لري؛ په وار وار یې په اړه وړاندیز شوی. نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکایان هم د افغان پوځ د قابلیتونو په جریان کې دي. د ستراتیژیک پلان په حد کې بیا په دوی پورې اړه لري چې په افغانستان کې له خپلو موجوده وسلو څخه به څومره زموږ سره مرسته وکړي."

د روسیې ایترتاس آژانس لیکلي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د امریکا له لورې اکراین ته د وسلو د ورکولو له پریکړې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې واشنګتن ته په خپل راتلونکې سفر کې به په دې ا ړه له امریکایې چارواکو سره وغږیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو په افغانستان کې خپل دیارلس کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه او د قاطع ملاتړ په نوم نوی ماموریت یې پیل کړ چې تر ډیره به د افغان ځواکونو پر ملاتړ؛ مشورې او تجهیز متمرکزوي.

له دې وړاندې نړیوالې ټولنې د شیکاګو په غونډه کې ژمنه کړې وه چې هر کال به افغان ځواکونو ته ۴،۱ میلیارد ډالر مرسته وکړي چې زیاته برخه به یې د امریکا له لورې وي.

مخکې له دې ویل شوي وه چې، ښایې امریکا په افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې افغان قواوو ته پریږدي خو په دې اړه یې په رسمي توګه څه نه وه ویلي.

اخوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ایترتاس آژانس ته ویلي چې، هیواد یې غواړي افغانستان ته د پوځي اکمالاتو لپاره یو موافقه لیک تیار کړي.

ښاغلی کابلوف ویلي چې، ښایي افغان ځواکونه په راتلونکي کې وسلو ته اړتیا پیدا کړي.

د چارو کارپوهان هم وايي چې دا مهال تر هر بل هیواد افغانستان د نړیوالې ټولنې له لورې د وسلو مرستې ته اړتیا لري.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جنرال امر الله امان وايي؛ افغان حکومت باید امریکا قانع کړي؛ څو هغې وسلې چې دوی په تیرو څو کلونو کې ترې په افغانستان کې کار اخیستی؛ د دغه هیواد ځواکونو ته ورکړي:

"دوی باید ټوله وسله د افغانستان پوځ ته ورکړي او افغان چارواکي باید نړیوالو ته قناعت ورکړي؛ څو دغه وسله بهر یو نه سي او افغان ځواکونو ته یې ورکړي."

ښاغلي امان د نړیوالې ټولنې له خوا د افغان ځواکونو نه تجهیز د امریکا او اروپا لپاره خطر و باله.

کارپوهان وايي، د افغان ځواکونو اړتیاوو ته په کتو له دغه هیواد څخه د پوځي وسایطو انتقال د کابل په وړاندي د واشنګټن بې پروايي ښیې.

XS
SM
MD
LG