د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو مسوولان وايي چې د دغه کمیسیون د کارکوونکو بدلول په راتلوونکو انتخاباتو د درغلیو مخه نه شي نیولای.
د دغه کمیسیون مسوولانو د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون د ارزولو په نامه غونډه کې وویل، حکومت باید په راتلوونکو انتخاباتو کې له درغلیو څخه د مخنیوي لپاره په هراړخیز میکانیزم کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو پرسر د څار یو شمېربنسټونو له در غلیو څخه د مخنیوي په خاطرد انتخاباتي کمیسیونو د یوشمېر مسوولانو او کمیشرانو په لیرې کیدو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو مسوولان ټینګارکوي چې له درغلیو څخه د مخنیوي او په انتخاباتي نظام کې د اصلاح راوستلو لپاره باید یو کاري میکانیزم جوړشي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون د ارزولو په نامه غونډه کې په کابل کې وویل، د الکترونیکي تذکرو ویشل په راتلونکو انتخاباتو کې له درغلیو څخه د مخنیوي یوه لاره ده.
نوموړې وویل، چې د انتخاباتي کمیسیونونو کارکوونکو تبدیلول د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوی نه شي کولای:
"د افرادو د تبدیلو پرځای د میکانیزم پر جوړلو چې له درغلیو څخه مخنیوي وکړي باید کار وشي.
ډیری درغلی چې کیږي، هغه د کاندیدانو، د دوی د ملاتړو او د محلي زورواکو له خوا ترسره کیږي.
یوه ګټوره لارچې په انتخاباتو کې له درغلیو څخه مخنیوی کولای شي د الکترو نیکي تذکرو ویشل دي او له دې څخه بله مهم لارهغه د رايي ور کوونکو د لست په سیستم باندې کار کول دي."
میرمن عظیمي همدارنګه وویل چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هڅه کوي څو د شکایتونو د ثبتولو شرایط هم اسانه کړي څو د هېواد د هر اوسیدونکي شکایت ته په ښه توګه رسیده ګي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې په انتخاباتوکې د انتخاباتي کمیسیونونو د مسوولانو د غیر قانوني کړنو او د انتخاباتي نظام د اصلاح په هدف ویلي چې د انتخاباتو کمیسیون د صلاحیتونو او دندو د تشکیل قانون باید تعدیل شي.
په همدې حال کې د انتخاباتو څخه د څار بنسټونو یو شمېرفعالانو هم د یو شمېر کمیشرانو او د انتخاباتي کمیسیونونو د مسولانو په لیرې کیدو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوستو په خاطر د دې کمیسیون له خوا کار جریان لري.
د دغه کمیسیون کمیشنرې لیلا احراري په دې هکله خبریالانو ته داسې وویل:
"د اصلاحاتو د را وستو په برخه کې د انتخاباتو کمیسیون هره ورځ کار کوي موږ اوس د انتخاباتي درغلیو او تخلفاتو مساله چې په هر ولایت کې شوي سل په سلو کې له څیړنو وروسته د ولایتونو په تفکیک سره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته استولې چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ښايي کار پرې وکړي."
میرمن احراري همدارنګه زیاته کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له تخنیکي پلوه په ټاکلي وخت د ولسي جرګې انتخاباتوته چمتووالی لري خو د بودیجې د کمښت له امله ښايي داکار په خپل وخت ونشي.
د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې د ولسي جرګې کاري دوره د ۱۳۹۴ کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نیټه پایته رسیږي.
د انتخاباتو یو شمېرڅارونکي ټینګارکوي چې د ولسي جرګې په راتلوونکو انتخاباتو کې له درغلیو څخه د مخنیوي په خاطر باید په کمیسیونونو کې بنسټیز اصلاح او یو کاري میکانیزم رامنځته شي.