د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

زهیر: ډیر ژر به د کابینې د اعلان په اړه د ملت انتظار پای ته ورسیږي


جمهور ریس اشرف غني ته نږدې سرچینې وایي، د نوي کابینې په اړه مسلسل بحثونه کیږي او ډیرژربه د کابینې د اعلان په اړه وروستی پریکړه وشي.

ارګ ماڼۍ ته نږدې کس طاهر زهیر د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، دا مهال وزارتونو ته د مسلکي کسانو په معرفي کولو کار روان دی.

په ورته وخت کې اجرایه ریاست ته نږدې سرچیني وایي چې دوی خپل ۱۲ وزیران ټاکلي او دا کسان معرفي کولوته چمتو دي.

د عامو خلکو، بېلابېلو بنسټونو او د ملي شورا د بیابیا ټینګارسره نوی افغان حکومت د کابینې د اعلان په اړه لاهم غلی دی او نه دی توانیدلی چې د درې میاشتو په تیریدو ان یو وزیرهم ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

خو ارګ ته نږدې سرچینو او خپله ارګ میشتو تل د کابینې د ژر اعلان ژمنې کړي او وایي چې د کابینې په جوړیدو چټک کار روان دی.

جمهورریس اشرف غني ته نزدې کس طاهر زهیرد دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د کابینې په اړه ډيرکارونه شوي او ممکن په یوه مناست وخت کې د کابینې د مشخص کولو په اړه د ملت انتظار پای ته ورسیږي:

″د کابینې پرسر بحث همداسې جریان لري داسې هیلې شته چې امکان لري ډېرژرکابینه معرفي شي او د کابینې په اړه روان بحث وروستنی شي، د هغوی مصلحت په نظرکې نیولو سره د ولسمشر له خوا کابینه معرفي شي.″

ښاغلی زهیر وایي، هغه څه چې ترډيره د کابینې اعلان د ځنډ او په اړه یې د ډیرو بحثونه سبب کیږي امنیتي ادارو ته د مسلکي، با تجربه او غیرسیاسي کسانو ور پیژندل دي.

ویل کیږي چې دا بحثونه ترهغې وروسته ډيرتاوده شوي چې د اجرایه ریاست له خوا جمهور ریس اشرف غني ته فضل احمد معنوي د کورنیو چارو وزارت لپاره معرفي شوې وه.

د دې راپورونو له مخې فضل احمد معنوي په نظامي او امنیتي برخه کې تجربه نه لرله او له همدې امله د جمهورریس اشرف غني له خوا دې پوسټ ته د هغې ټاکنه رد شوې ده.

اجرایه ریس عبدالله عبدالله ته نزدې سرچیني هم تاییدوي چې د کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو لپاره د وزیرانو په معرفي کولوکې ستونزې د ټولې کابینې اعلان د ځنډ سبب شوې دی.

د عبدالله عبدالله د ټیم غړي عبدالجبار شلګري ازادۍ راډيو ته وویل کورنیو چارو وزارت ته د معنوي په ټاکنه کې د جمهور ریس او اجرایه ریاست او په همدې ډول د ملي دفاع وزارت ته د شیرمحمد کریمي په ورپیژندنه کې خپله د جمهور ریس په ټیم کې د نظر اختلافات شته.

له دې سره ښاغلی شولګری ټینګار کوي چې اجرایه ریاست خپله برخه دولس وزیران ټاکلي چې باید د جمهور رییس له خوا په دوه دریو ورځوکې معرفي شي:

″د کابینې په اړه باید ووایم چې د ډاکټرعبدالله له طرف نه د دوولسو وزارتونو لپاره چې باید د دی ټیم له خوا ورته وزیران معرفي شي دغه کسان نامزاد شوي او هره لحظه چې ولسمشر وغواړي دوی کابینې ته معرفي کېدای شي، د عبدالله د ټیم له خوا کومه ستونزه نشته.″

د راپورونو له مخې ټول پنځه ویشت وزارتونه د دواړو مشرانو ترمنځ ویشل شوي چې دیارلسو ته یې وزیران د جمهور ریس اشرف غني او دولس نورو ته یې د اجرایه مشر عبدالله عبدلله لخوا ټاکل کیږي.

د کابینې اعلان ته ملت لا هم په داسې حال کې انتظار باسي چې دواړو مشرانو د لندن د کنفرانس څخه مخکې د څلورو اونیو په موده کې د کابینې د اعلان ډاډ ورکړی وه.

کار پوهان او عام افغانان بیا هم په داسې حال کې د کابینې په ژر اعلان ټينګار کوي چې په هیواد کې بې کاري مخ په ډيریدو او په ادارو کې د خلکو ډير کارونه د سرپرستو وزیرانو له امله ځڼدیدلي دي.

راپور یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG