د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

امیري: افراطیت د لویدیځ له تمدن سره د ختیځوالو د ناکام برخورد زېږنده ده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د بنسټ پالنې او افراطیت د لاملونو او د دې پدیدې د مخنیوي په خاطر یو علمي سیمینارجوړکړی وو.

په دې سیمنارکې حکومتي چارواکو، د ولسي جرګې غړیو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو ګډون درلود.

د سیمنارګډنوالو ویل چې تر اوسه هم په نړۍ کې په مشخصه توګه افراطیت نه دی تعریف شوی او افراطیت دیني او مذهبي صبغه هم نه لري.

افغان حکومت په داسې حال کې د افراطیت او بنسټ پالنې د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړې چې دا مهال یادې پدیدې په افغان ټولنه کې ژورې ریښې غځولې او قربانیان یې هم تر ډیره عام افغانان دي.

د بهرنیوچارو وزارت د سیمه ییزو همکاریو ریاست د دوشنبې په ورځ د افراطیت د مخنیوي په اړه یو څیړنیزملي سیمنارجوړکړی و، چې ګډونوالو یې افراطیت سیمې او نړۍ ته یو ګواښ وباله.

د دې بحث ګډونوال او د پوهنتون استاد علي امیري وویل چې افراطیت د سرطان د دانې په څیرخطرناک دی او باید د مخنیوي لپاره یې په سیمه ییزه او نړېواله کچه کار وشي:

″نن ورځ په پراخه کچه افراطیان له مذهبي ادبیاتو او ان د ځوانانو له مذهبي احساساتو فوق العاده استفاده کوي، فراطت ګرايي له سنت ګرايي سره هیڅ اړیکې نه لري او پراخه کچه د افراطیت کلیمې سنتونه تخریب کړي دي، افراطیت د لویدیځ له تمدن سره د ختیځ والو د ناکام برخورد زېږنده ده.″

نوموړي زیاته کړه، چې افراطیان او بنسټ پال خلک له قضیوسره احساستي برخورد کوي، منطقي استدلال نه کوي، د جګړو او وژنو طرفداران وي، د ځوانانو له دیني جذبې ناوړه ګټه اخلي او د ښځو ضد سیاست لري.

د دې ملي سمیناریو شمېرګډونوالو ویل چې افراطیت په ګرده نړۍ کې موجوده دی خو فعالیتونه او اغیزې یې بېلابېلې دي.

دوی وویل، له بده مرغه دا مهال اکثره کړۍ د اسلام او مذهب په نوم تاوتریخوالی کوي، حال دا چې اسلام د تاوتریخوالي مخالف دی.

د بهرنیوچارو وزارت مسولین وایي، په سیمه کې د افراطیت د له منځه وړلولپاره افغان حکومت هم هڅې پیل کړي او وې ویل، چې د اسیا زړه هېوادونو او استانبول پروسې یو هدف هم همدا دی.

په دې وزارات کې د سیمه ییزو همکاریو د ریاست مرستیال الهام غرجی وايي، د افراطیت د له منځه وړلو لپاره باید سیاستوال او روښان فکران هلې ځلې وکړي او په دې اړه د خلکوافکارروښانه کړي:

″زما په نظرله تروریزم سره د مقابلې ښه لاره د سیاستوالو، ملي شورا، غړیو، پوهنتونو استادانو، مدني فعالانو او رسنیو له خوا داسې علمي سیمنارونو او بحثونو جوړل دي، ترڅو په عامه افکار کې شته سوی تفاهم له منځه ولاړ شي، کله چې افراطیان او بنسټ پال له دینه د یو حکومت پرخلاف په سیاسي تاوتریخوالي کې کار واخلي نه شي کولای فعالیتونه وکړي، په دې لاره کې عامه پوهاوي له دین سره هم مرسته کوي.″

ښاغلي غرجي زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به هم په ملي او نړېواله کچه د افراطیت د لمنځه وړلو لپاره ورته عملي سیمنارونه جوړکړي.

د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان وايي، افراطیت له سیاسي انګیزې پرته اقتصادي، فکري، ګوندي او ټولنیز لاملونه هم لري.

افغان دیني عالمان غوښتنه کوي، چې د افغانستان د دیني مدرسو کیفیت او د هغوی تعلمیي نصاب ته دې ځانګړی پام وشي، ترڅوهغه افغان ځوانان چې د دیني زده کړو لپاره ګانډیو هېوادونو ته ځي په افغانستان کې زده کړې وکړي.

د دوی په خبره افغان ځوانان د ځینو بهرنیو هېوادونو په دیني مدرسو کې د نړېوالو او د سمیې هېوادونو د استخباراتي کړیو قربان ګرځي او ترډېره افراطیت او بنسټ پالنې ته مخه کوي.

XS
SM
MD
LG