د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د ځوانانو ملي مجمع: حکومت دې په هېواد کې د ثبات راوستلوهڅې تېزې کړي


د افغانستان د ځوانانو ملي مجمع په هیواد کې پر روانو ناامنیو اندیښنه وښوده او دملي یووالی له حکومته ېې وغوښتل چې په هیواد کې دې د ثبات راوستلو ته هڅې تیزي او روانه ستونزه دې اواره کړي.

د افغانستان د ځوانانو ملي مجمعې د ملي یووالي له حکومته وغوښتل چې په هیواد کې دې د سیاسي؛ اداري او امنیتي ثبات راوستلوته هڅې تیزي کړي.

د دې مجمعې مسوولینو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د مارشال قسیم فهیم د افکارو او اندونو په مقصد په جوړ کنفرانس کې وکړې.

دوی وویل، په هلمند او کونړ ولایتونو کې د روانو جنګونو؛ د وسله والو طالبانو د مخ په زیاتیدونکو خوځښتونو او له دې ناوړه وضعیت څخه خلکو ته د راولاړو شویو اندېښنو یوازینی لامل؛ د ملي یووالي د حکومت له خوا د کابینې د غړو او همدارنګه د ګڼو نورو دولتي ارګانونو د مسوولینو؛ نه معرفي کیدل دي.

د افغانستان د ځوانانو د ملي مجمعې ريیس سید عبدالله هاشمی پرنوي حکومت تاکید وکړ چې د دې ستونزې اوارئ ته دې جدي اقدام وکړي:

"نن هیواد له جدي ګواښونو سره مخ دی؛ د القاعدې او تروریزم پلویان لا منظم شوی؛ خو حکومت په درې میاشتو کې کابینه هم اعلان نه کړه.

له د ملي یووالي د حکومت له مسوولینو غواړو چې د سیاسی او امنیتي ثبات لپاره ډیر ژر اقدام وکړي."

د افغانستان د ځوانانو د ملي مجمعې مسوولینو وویل؛ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي ماموریت پای ته رسیدو او په سیاسي او تشکیلاتي برخو کې د حکومت ټکنیو اقداماتو مخالفینو ته د حملو او بهرنیو کړیو ته د لاسوهنو موقع برابره کړې ده.

د دې مجمعې ځینو ګډونوالود مارشال قسیم فهیم پر ژوند او مبارزو مقالې ولوستې او هغه یې یو ستر مجاهد او یو با تدبیره شخص یاد کړ.

د افغانستان د ځوانانو د ملي مجمعې د معلوماتو له مخې قسیم فهیم په یوزرو نهه سوه اوه پنځوسم میلادي کال کې په پنجشیر کې زیږیدلی او د اوه پنځوس کلونو په عمرد تېر لمریز کال د حوت په اتلسمه په کابل کې ومړ.

د افغان حکومت د کابینې پر ژر معرفي کیدو په داسې حال کې تاکیدونه کیږي چې د ملي یووالي حکومت د جوړیدو په لومړۍ ورځ ژمنه کړې وه چې کابینه به په پنځه څلویښت ورځو کې معرفي کړي؛ خو د خلکو، ملي شورا او مدني ټولنو له بیا بیا غوښتوسره سره؛ حکومت تراوسه هم نوې کابینه نه ده اعلان کړې.

کابل ښاریان هم اندیښمن دي او پرحکومت د کابینې د اعلانولو تاکید کوي:

"۱- د کابینې ځنډېدو په هیواد کې پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي حالاتو بده اغیزه کړې ده؛ د دې لپاره د دې وضعیت مخه نیول شوې وي؛ حکومت دې کابینه اعلان کړي.

۲- هرې دولتي ادارې ته مراجعه کوي کارونه په کې په ټپه دریدلي دي؛ خلک ډیر په تکلیف دي؛ د کابینې ځنډولو خلک له ډول ډول ستونز وسره مخ کړي دي."

ولسي جرګې د تیرې شنبې په ورځ پرحکومت غږ کړی و چې تر راتلونکې شنبې دې د کابینې غړي ورمعرفي کړي؛ خو ټاکل شوې شنبه هم تیره شوه او حکومت په دې هکله کوم اقدام ونه کړ.

په دې هکله چې له حکومتي چارواکو پوښتل کیږي وايي چې په نږدی ورځو کې به د نوې کابینې غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.

دا چې کابینه، والیان او د نورو دولتي ارګانونو مسوولین به کله ټاکل کیږي؛ دا هغه انتظار دی چې د افغانستان خلک یې باسي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG