د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په نوم ماموریت پیلیږي


کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پای ته رسیدلو موضوع او افغان ځواکونو ته په بشپړ ډول د امنیتي مسوولیتونو سپارل او دغه شان بیا هم د کابینې په اعلان کې د ځنډ موضوع ته اشاره کړې ده.

انیس:

انیس دولتۍ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي دي چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو سپارل د افغانستان د خلکو غوښتنه وه.

په سر مقاله کې راغلي چې ورسته له دیارلسو کلونو څخه په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پرون پای ته ورسید او د غوڅ ملاتړ په نوم د دغه ځواکونو د روزنې او مشوره ورکونې نوی ماموریت به د راروان میلادي کال په لومړۍ ورځ پیل شي.

د سر مقاله لیکونکي وینا. هیلې ډېرې دي چې افغان ځواکونو به د خپل هیواد امنیتي مسوولیتونه په ښه توګه سمبال کړي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د همدې موضوع په اړه لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د ایساف ځواکونو له ملکي سفیر سره چې په کابل کې یې د خدمت موده پای ته رسېدلې وه؛ کتلي او افغان ځواکونو ته یې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد په برخه کې د نوموړي له مرستې او همکارۍ مننه کړې ده.

هیواد وړاندې په همدې اړه په یو بل مطلب کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر له خولې لیکي چې اوس افغانان په خپله د امنیتي چارو مسوولیت پر غاړه لري او انشاءالله چې په دغه کار کې به بریالي وي.

دغه شان کابل چاپ یو شمېر خپلواکو ورځپاڼو بیا د یادې موضوع تر څنګ د کابینې په اعلان کې د ځنډ موضوع ته هم اشاره کړې ده.

محور:

محور ورځپاڼې د اجراییه رییس د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان له خولې لیکي چې ولسمشر او اجراییه رییس باید نوې کابینه په لنډ وخت کې د باور د رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.

محور لیکي چې انجنیر محمد خان ولسمشر او اجرایه رییس ته ویلي چې زه د هغو کسانو په توګه چې د ملت په رایه کې شریک یم او ماته یې هم رایه راکړې له تاسې هیله کوم چې په همدې روانه اونۍ کې اعلان کړئ.

سرنوشت:

دغه شان سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ته له یو نېږدې سرچینې سردار محمد رحمن اوغلو له قوله لیکلي دي چې ولسمشر باید تر درېوو ورځو پورې نوې کابینه اعلان کړي.

ورځپانې وړاندې لیکي چې ښاغلي اغولو ویلي دي؛ که د کابینې اعلان له ټاکلې مودې وځنډېږي؛ ډاکټر عبدالله به له ډېرو رازونو پرده پورته کړي.

XS
SM
MD
LG